واشنګټن (رویټرز) — د طالبانو له واکمنۍ وروسته چې په افغانستان کې په ازادۍ سره د ښځو کار روزګار محدود شوی، کاروبار کوونکې ښځې له ګڼ شمېر خنډونو سره مخ دي او ځینو یې یوټیوب ته مخه کړې چې پیسې پرې وګټي.nnnد ملګرو ملتونو د پرمختیا ادارې (یو این ډي پي) په خپل یو نوي رپوټ کې ویلي، په افغانستان کې کاروبار کوونکې ښځې د سوداګرۍ په برخه کې د اضافي خرڅ په ګډون له ګڼو خطرونو او خنډونو سره مخ دي.nnnیو این ډي پي دغه رپوټ د اپریل پر 17مه خپور کړی چې په 2022 او 2023 کلونو کې د سوداګرو ښځو له ډلو سره د تفصیلي مرکو او بحثونو او په روان کال کې د یوې سروې په بنیاد ترتیب شوی دی چې 3,100 ښځو څخه پکې برخه اخیستې ده.nnn21 کلنې ستایش حیات پخوا په سینما او ټیلیویژني خپرونو کې د لوبغاړې په توګه کار کاوه، خو اوس په یوټیوب کې د ویډیوګانو خپرول د ځان دپاره د کار روزګار ښه فرصت ګڼي.nnnحیات په هغو افغان مېرمنو کې ده چې په رسنیو کې د ښځو پر کار د طالبانو د حکومت له بندیزونو وروسته یې خپلو کورنیو ته د روزۍ ګټلو دپاره په یوټیوب کې خپرونو ته مخه کړې ده او شمېر یې ورځ تر بلې په زیاتېدو دی.nnnستایش حیات د پخلي، فیشن، سینګار او نورو موضوعاتو په اړه د میاشتې شاوخوا 30 ویډیوګانې د یوټیوب له لارې خپروي او د چینل د لیدونکو شمېر یې اوس تر 20,000 اوښتی دی. ستایش وايي ټولې ویډیوګانې په خپل ټیلیفون جوړوي او ځانګړې کېمرې او نور وسایل نه لري.nnnستایش حیات څرګنده نه کړه چې په یوټیوب څومره پیسې ګټي، خو ویې ویل چې همدومره ګټي چې د کورنۍ اړتیاوې یې ورباندې پوره شي.nnnنړیوالو بندیزونو د افغانستان له بېنکونو سره راکړه ورکړه محدوده کړې ده. له همدې کبله په افغانستان کې مېشت یوټیوبران په بهر کې د خپلو خپلوانو او ملګرو په مرسته خپلې پیسې تر لاسه کوي.nnnستایش حیات وايي، زیاتره لیدونکي یې په امریکا، کېنېاډا، ډنمارک او اسټرېلیا کې دي، خو په ترکیه، پاکستان او افغانستان کې هم لیدونکي لري.nnnطالبانو د 2021م په اګست کې له بیا واکمنېدو راهیسې افغانې ښځې په سرکاري او غیرسرکاري ادارو کې له کار کولو څخه منع کړي او د ښځو سینګارتونونه یې بند کړي چې له کبله یې په لکونو ښځې بې روزګاره شوې دي.nnnتر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي او ښځې پارکونو ته د تللو او له نارینه محرم پرته د لرې سفر کولو اجازه هم نه لري.nnnد قانون زده کوونکې مینې سادات د پوهنتون له بندېدو وروسته اوس په یوټیوب کې ویډیوګانې خپروي، هغه وایي، “په داسې یو حالت کې چې ښځې په رسنیو کې له کاره منع شوي، یوټیوب ښه فرصت دی چې له لارې یې خپل لګښتونه پوره کړو.”nnnڅېړونکي وايي د طالبانو بیاواکمن کېدو په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې په مرسته د ښځو د حقونو په برخه کې د شلو کلونو لاسته راوړنې ضایع کړې، خو طالبان ټینګار کوي چې د شریعت په رڼا کې د ښځو د حقونو درناوی کوي.nnnد ښځو د حقونو افغانه فعاله فوزیه کوفي وايي، د افغان مېرمنو دپاره اوس یوټیوب نه یواځې د روزۍ ګټلو سرچینه ده بلکې له دې لارې کولای شي خپل پیغام او تجربې شریکې کړي:nnn”په افغانستان کې هره ښځه یو موبایل ټیلیفون لري او له نړۍ سره تړلې ده. څنګه امکان لري چې د داسې بااختیار نسل مخنیوی وشي؟”.nnnخو ستایش حیات او یو شمېر نورې افغانې یوټیوبرانې وېره لري چې کېدای شي طالبان په یوټیوب کې د هغو کسانو چینلونه بند کړي چې د دوی د حکومت د اطلاعاتو او کلتور له وزارته د فعالیت جواز نه لري.nnnد افغانستان د یوټیوبرانو د ټولنې مرستیال شاداب ګلزار وایي، یوټیوب چینلونه د ډیرو ښځو دپاره د ښې ګټې وټې په سرچینه بدل شوي او له همدې لارې د خپل ژوند اړتیاوې پوره کوي:nnn”طالبان غواړي په افغانستان کې ټول یوټیوب چینلونه د فعالیت جواز ترلاسه کړي، خو د جواز له اخیستلو سره به پر یوټیوبرانو کنټرول زیات شي او هغوی به مجبور شي چې د جوازلیک د موادو په رڼا کې فعالیت وکړي.”nnnد جواز اخیستلو دپاره په شرایطو کې د جرنلزم په برخه کې د زدکړې سند او درې کاله تجربه لرل شامل دي. طالبانو ښځینه یوټیوبرانو ته ډاډ ورکړی چې ددغو شرطونو د پوره کولو او جواز اخیستلو په صورت کې اړتیا نه لري چې اندېښنه وکړي.nnnد طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند عبدالواحد ریحان وویل، د فعالیت د جواز ترلاسه کولو دپاره باید 4000 افغانۍ فیس ورکړل شي:nnn”د دوی خپرونې باید د اسلامي نظام او دیني اساساتو سره په ټکر کې نه وي او باید له مذهبي او قومي نفاق څخه ډډه وکړي”. nnnخو ددغو شرطونو پوره کول د هغو ښځو دپاره ستونځمن دي چې د طالبانو له واکمنېدو وړاندې پوهنتون ته نه دي تللې او کاري تجربه نه لري.nnnد طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند وویل په افغانستان کې د فعالو ښځینه یوټیوبرانو د شمېر په اړه معلومات نه لري خو زیاته یې کړه چې په دغه هېواد کې په فعالیت کوونکو لږ تر لږه 1000 یوټیوب چینلونو کې 250 چینلونو د فعالیت جواز اخیستی دی.nnnد افغان یوټیوبرانو د ټولنې مرستیال شاداب ګلزار وایي له 10 تر 15 فیصده یوټیوبران د میاشتې له 1,500 تر 2000 ډالر ګټي او نیمايي یې تر 500 ډالرو زیاتې ترلاسه کوي. دا ګټه په افغانستان کې د پام وړ بلل کیږي چې پکې د نړیوال بېنک د شمېرو له مخې د سړي سر کلنی آمدن یواځې 350 ډالر دی.nnnافغانې مېرمنې وايي، دا ډول کارونه په روانو سختو حالاتو کې یوه مهمه موقع ده چې له کوره کېدی شي.nnnد ټیلیویژن پخوانۍ کارکوونکې عایشه نیازۍ او مېړه یې د خپلې دندې له بایللو وروسته اوس د خپلو اولادونو د روزۍ ګټلو دپاره یوټیوب ته مخه کړې ده.nnnنیازۍ چې د کلتوري او تاریخي ویډیوګانو د خپرولو له لارې د میاشتې شاوخوا 300 ډالر ګټي، وایي، “د افغانستان په اوسنیو حالاتو کې په پرده ظاهرېدل خطرونه لري خو موږ باید د روزۍ ګټلو دپاره کار وکړو. د یوې مور په توګه، زه خپل غبرګوني ماشومان وږي نه شم لیدی.”nnnطالبانو تر اوسه سوداګرې ښځې په بشپړه توګه له کاروباره نه دي راګرځولې او په اوس وخت کې په افغانستان کې اکثره ښځې په غالۍ اوبدلو، لاسي صنایعو، وچې مېوې او د زعفرانو د پیداوار په برخو کې په کار روزګار بوختې دي.nnnیادونه:- په رپوټ کې د رویټرز له دوو جلا رپوټونو معلومات اخیستل شوي دي.