ساینسي تحقیق : د شپې په رڼا کې خوب کول دماغ ته نقصان رسوي . خوب د الله ﷻ یو له بې مثله نعموتونو څخه یو نعمت دی ، او الله ﷻ فرمایی : چې خوب ستاسو لپاره آرام او سکون دی . دا چې اوس دا خوب په رڼاکې ښه دی او که په تاریکه کې نو ساینس پوهانو پر دې باندی څیړنه کړېده ، ځینې خلک خوب د تاریکۍ پرځای په رڼاکې ښه بولی اوخوښوې .
او ساینس پوهان بیا په دې اند دی چې په رڼا کې خوب دماغ ته نقصان رسوي . د ( سوسایټی فارنیوروساینسز ) په کلنۍ غونډه کې یو لوی نظر دا ورکول شو چې هغه کسان چې په رڼا کې خوب کوی ، په هغو کی د روحی تکلیف
( Tension , Depression )
او فشار زیات دی ، او نښې نښانې ئې له ورایه معلومیږی .
هغه کسان چې د اتو ساعتونو لپاره په تارېکه کی خوب کوي ، په دې کسانو کی هیڅ د روحی تکلیف او فشار نښې نښانې نه معلومېږی او دا خلک نسبت هغو خلکو ته چې په رڼا کې خوب کوی ، د دماغ له پلوه ډېر په استراحت باندی دی او دا تجربې ډېرې شوی دی او څېړنې ئې پایلوته رسېدلې دی .
د انسان دماغ په رڼا او په تاریکه کی مختلف هارمونونه پیدا کوی ، هغه هارمونونه چې په رڼا کی پیدا کوی هغه تر هغو هارمونونو چې په تاریکه کی ئې پیدا کوی ډېر ګټور دی . او بل دا چې په تاریکه کې د خوب حرکت ( Cycles ) ډېرښه دی نستب رڼا ته ، او په رڼا کې سترګې داسی اشارې وماغ ته لیږی چې دماغ پوره آرام ته نه پرېږدې ، که څه هم سترګې پټې وې او سترګې ئې آرام ته نه پرېږدې .
دا خبره په ( بیهیویرل برېن رېسرج ) څیړنیزه جرېدې کې نشر شوه .