د شپاړسو كالو جينئ نكاح په زبردستى جائز نه ده

محترم مفتی صاحب ته اسلام علیکم و رحمت الله!
خدای پاک ج دی تاسو ته ستاسو ددی نیکو اسلامی خدمتونواجرونه په دنیا او آخرت کی درکړی.
اما بعد،
زما پوښتنه داده چی،

پوښتنه :  د شپاړسو كالو جينئ نكاح ددې ولي په زبردستى وكړه نو آيا بالغې نكاح بغير ددې د رضا نه ولي په زبردستى كولى شي او كه نه ؟

ځواب : دبالغې نكاح بغير ددې د رضا او اجازته صحيح نه ده او هيڅ يو ولي ته ددې اختيار نشته چې د بالغې نكاح بغير ددې ددې د رضا نه وكړي كه نكاح وشي او بالغه راضى نه وي او دى دا نكاح جائز او نه ساتله  نو دا نكاح باطله ده او  د بالغ عمر شرعاً پنځلس كاله دى نو د شپاړسو كالو جينئ شرعاً بالغه ده خو د ولي په تپوس او په اطلاع باندې سكوت كول د باكرى رضا او اجازت ګڼله كيږي او تمكين د وطئى وغيره هم فقهاء اجازت ګڼي . الدرالمختار(۲)

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.