د شيخ احمد په نوم خوب او خبر يا وصيت درواغ او ګمراه کونکی دی

خبر يا وصيت درواغ او ګمراه کونکی دی 
دا ليک زمونږ ايمل ته هم رارسيدلی ؤ چې د شيخ احمد په نوم وصيت نامه ؤه په انګريزی متن ليکل شوی چې د متن لنډ مطلب يې په لاندې ډول ؤ .
داخبر راساً د مدينی د شيخ احمد لخوا د جمعی په ورځ را استول شوی دی، شيخ د قرآن د تلاوت ورسته بيده او په خوب کې حضرت محمد ص وينی چې ده ته مخامخ ولاړ دی او ورته وايی :چې په دې يوه هفته کې ۷۰۰۰ خلک مړه شول مګر يو دوی هم رښتنی مسلمان نه ؤ ،هيڅ يو يې دالله د غوښتنی موافق عمل نه ؤ تر سره کړی .
هغه همدارنګه وويل اوس بد وخت دی د نجونو بې حجابې ،زکات نه ورکول ،لمونځ نه کول وروسته د درواغو ډراميې  ليک څه نوره ادامه مومې او په آخر کې د نوموړی خبر د تأيد او نه تأيد رسولو او نه سولو په اړه د ګټي او ضرر خبردارئ  ورکوي او پای مومی .
اګر چه دا خبر يا ليک ځوابول هم نه ارزي ځکه چې دې ته اهميت ورکول خدای (ج) مه کړه د مسلمانانو په سادګۍ او بې علمۍ دلالت کوي خوبيا هم يو مسئوليت يې بولو چې دغه فاسد عقايد د اسلامې ارشاداتو په رڼا کې ځواب کړو او په آينده کې کوم څوک دې ته ورته درواغجنو او ګمراه کوونکو خبرو ته اهميت ورنه کړي  .
ددی ليک يا خبر په اړه د آن لاين اسلامې لارښود غبرګون
۱- خوب ليدل که رښتيا هم وي که هر چا ليدلی وي کوم شرعی دليل نشی کيدای ،په مسائلوکې پر خوب باندې اعتماد رواه نه دی خوبونو ته څه اعتبار دی اول خو دخوب حجت او دليل کيدل غيرثابت دي بيا دهغه صحيح تعبير په فکر کې را تلل ضروري نه دي (فتاوی ابوالمختار ج ۱ص ۱۴۴ ،افاضات ج ۹ ص ۲۱۰-۲۰۸ ) .
 خوب د امورو په شناخت باندې دليل نشي کيدای ځکه خوب کله سم او کله خطا وي نو دخوب شرعی اصل او دليل کيدل يو خيال او ګمان دی (فتاوی البلدالحرام – مکه مکرمه 1/440-443 ) .
۲- په غيبو يواځې الله تعالی پوهيږي نفع او ضرر رسول يواځې د ستر چښتن تعالی جل جلاله کار دی او بس قوله تعالی :قُل لاَّ أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلاَ ضَرًّا إِلاَّ مَا شَاء اللّهُ وَلَوْ كُنتُ أَعْلَمُ الْغَيْبَ لاَسْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَيْرِ وَمَا مَسَّنِيَ السُّوءُ إِنْ أَنَاْ إِلاَّ نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُون (الاعراف ۱۸۸) .
ووايه (ای محمده ! دوی ته ) چه زه ځان ته د نفع او ضرر رسولو واک نه لرم مګر هغه څه چې اراده وفرمائې الله ، اوکه زه پوهيدلی په غيب باندې نو خامخا حاصل کړی به مې وای ډير له خير (نفعی ) او نه به ؤ رسيدلی ماته کوم ضرر او زيان ، نه يم زه مګر ويروونکی (دکفارو په جحيم سره ) او زيری ورکوونکی (په نعيم سره ) قوم د مؤمنانو ته .
تشريح : محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم د خدای (ج) نازولی خاتم انبياء او دټول عالم لپاره را استول  شوی پيغمبر هم ځان ته د ضرر او نفعې واک نه لري مګر د الله په اراده او همدارنګه په غيبو نه پوهيږي مګر د وحی په وسيله .
نو د سيد د ليک په رسولو او نه رسولو کې به څنګه نفع او ضرر وي ؟
دا يوه ګمراه کوونکی عقيده ده چې د قرآن او سنتو خلاف ده .
۳- که غالباً يو چا دا کار په دې موخه کړی وي چې خلک به پدې سره وويروم (امرپه نيکی او منعه له بدو کارو) يې هدف وي نودعوت خو بايد د قرآن اوسنتو په چوکات کې وشي نو درواغ جوړول درواغ ويل خو کبيره ګناه ده .
آيا ته د قرآن د هغه وعيدونو څخه خبر نه يې ؟ چې د زکات نه ورکونکو او لمونځ نه کوونکو په باره کې بيان شوي دي .
قوله تعالی : …. وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلاَ يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللّهِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ (التوبه ۳۴ ) .
اوهغه کسان چه خزانه کوي سره زر او سپين زر (مال او دولت ) او نه لګوی هغه په لاره د الله ج کښی (زکات نه ورکوي ) نو زيری ورکړه دوی ته په غذاب دردناک سره .
مَا سَلَكَكُمْ فِي سَقَرَ ۴۲ قَالُوا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّي(المدثر۴۳).
تاسې څه شي دوزخ ته بوتلی ، هغوی به ووايي مونږ له لمونځ کونکو څخه نه ؤ.
د قرآن او سنتو په موجوديت کې د سيد خوب ته ضرورت ليدل کيږي ؟
پدی باور او د هغه په رسولو تأقيد څه معنی لري ؟
۴- محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم د ژوند په ورستيو شيبو کې خپل امت ته دا وصيت کړی دی چې تاسې ته مې دوه څيزونه پريښول (کتاب الله وسنتی ) که په دغه دوو څيزونو منګولی ونښلوی نو ګمراه به نشی .
زما مسلمانه وروره د قرآن او سنتو په موجوديت کې د درواغو وصيت او ګمراکوونکو خبرو ته څه ضرورت دي ؟
ددغه خبر يا وصيت ګمراه کونکی دروغجن انګريزي متن چې زما تر ايمل هم را رسيدلی په لاندې ډول دی :
📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.