د شرابخور او پوډرې وژل جايز دي او که نه ؟

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته که څوک پودري يا شرابخور په قتل ورسوی یا برعکس ددی مسئلی پودری یاشرابخور سوک ووژنی قصاص کیژی که نه په درناوی .

هادي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

مسلمان چې کله منکر او ناروا عمل وويني پر ته باندې د خپل وس موافق په لاس يا ژبه او يا زړه سره د منکر منع کول واجب دي ، چې په لاس او ژبه سره منع کول خاص شرایط لري .

د أمر بالمعروف او نهی عن المنکر له قواعدو څخه يوه مهمه قاعده دا دی چې مصالح او مفاسد به په نظر کې نيول شوي وي .

ځکه چې د اسلامي شريعت قاعده ده چې : « درء المفاسد مقدمٌ على جلب المصالح » (مجلة الأحکام عدلية ).

اسلامي شريعت په جلب مصالح او رد مفاسد باندې بنا شوی دی نو ځکه د أمر بالمعروف او نهی عن المنکر لپاره يو مهمه قاعده ، مهم شرط دا دی چې په هغه کې به مصالح خوندې او د مفاسدو مخنوی به په نظر کې نيول شوی وي .

داسې منع کول چې د قتل سبب شي مطلق حرام دی ځکه قتل تر شرابخوری ستر جرم دی .

او په شريعت کې د پودري او شرابخور لپاره د قتل سزا نشته ، بلکي د شرابخور لپاره حد (په دُرو وهل) او د پوډري لپاره تعزير دی او د حد او تعزير ثبوت او عملي کول په اسلامي محکمې پورې اړه لري په انفرادي توګه يې څوک نشي عملي کولای .

د پوډري او شرابخور قتل او وژل حرام دي بلکي هغه ته نصيحت او أمر بالمعروف او نهی عن المنکر واجب دی ، د حد تطبيق په اسلامي محکمه پورې اړه لري .

مګر دا چې د شرابخور په قاتل باندې قصاص شته او که نه ؟ په دې باره کې شبه وجود لري چې څيړنه بيا هم په اسلامي محکمه پورې اړه لري .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟