ډاکتر جاوید خالد
د شخصیت اختلال یا د شخصیت ګډوډي!
شخصیت اصلاً لاتیني persona کلمې څخه ده چې د ماسک په مانا ده او یو تعداد لوبغاړو به د نمایش په وخت کې استعمالول د دی پخاطر چې هویت یې افشا نه شي.
تعریف :مختلف تعریفونه لرو خو په لنډ ډول شخصیت خپله یو تعداد رفتارونه احساسات او فکرونه دی چې د شخص کړو وړو ته ثبات ورکوي .
خو کله چې پدغه رفتارونو احساساتو فکرونو اوصافو او کړو وړو کې مشکل پیدا شې او دنورو خلکو دنورمال ژوند داختلال اوسرخوږې سبب شې نو بیا نو ورته د شخصیت اختلال وایي
ډیر زیات ډولونه لري چې په مختلفو کټگوریو کې طبقه بندي شوي دي مونږ یې په یو نوعه چې داجتماع ضد یا Anti Social Personality Disorderنومیږي غږیږو
دا جتماع ضد اختلال شخصیت یا Anti Social Personality Disorder چې عموما د اجتماع ضد اعمالو پواسطه مشخص کیږي د 15کلنۍ څخه مخکې منځته راځي چې نارینه درې ځلې د ښځو په نسبت پدی ناروغۍ زیات اخته کیږي ټول بندیان چې محابسونو کې بندیان دي 75% یې پورتنی مشکل لري،
ناروغ د معاینې په وخت کې ډیر ارام وي خپل خصومت او قهر پټوي او اکثره وخت داکتر هم د دوی په تشخیص کې کله دمشکل سره مخ کیږې ځکه ځان ډیر سم سړی ښایي تشخیص یې داسې کیږی چې دا ناروغان د غلا،جنګ،دروغ ویلو،د کور او مکتب څخه د تېښتې د موادو سوء مصرف،د نورو خلکو حقوق تر پښو لاندی کول .
بې بندو باره او تېز رفتاره ډریواري کولو هغه هم زیاتره د نشې په وخت کې چې پښیماني ورسره نه وي تاریخچه لري.
سېر!
ځوانۍ عمر کی یې اعراض ډیر شدید وي مګر د عمر په تېرېدلو سره یا زړښت کې یې اعراض کمیږي زیاتره یې نشه یي موادو استعمال ته مخه کوي لکه د الکولو استعمال ،چرس،هیروین وغیره.
تداوي: ده يو سيکاټرسټ سره بايد مشوره وشي.