اسلام علیکم و رحمته الله و برکاته وروره زه یوه پوښتنه لرم هیله ده چی ژر جواب راکړی د یلدا شپه ( هغه شپه چی د ژمی اوله او اوږده شپه وی ) په دی شپه خلک تر ناوخته کینی ټوکی ټوکالی کوی ښه خوراک کوی شعرونه وایی خلک وایی چی دا شپه حرامه ده البته تجلیل یی خو بیا وایی چی د نارنج ګل مشاعره حلاله ده د کوم حدیث او ایت پر بنا یلدا شپه حرام ده او نارنج گل مشاعره حلال حالانکه په دواره مراسمو کی شعر او کتاب لوستل کیزی هیله ده چی په دی اړه معلومات راکړی
سنګر افغان
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د يلدا کليمه سوري کليمه ده چې د ميلاد معني لري او ددې څخه مقصد د لمر د پيدايښ لمانځنه ده ، شب يلدا او نوروز لمانځنه د لمر پرستو او اور پرستو مشرکانو اخترونه او د خوښۍ ورځې بلل کيږي ، شب يلدا او نوروز په ايرانيانو او نورو کې د اسلام څخه مخکې رواج وو ، کله چې د اسلام مقدس دين ظهور وکړ ، دغو او نور د کفارو اخترونو لمانځنه باطل اعلان شول او پر ځای يې د مسلمانان د پاره دوه اخترونه چې عبارت له فطر او قربان څخه دي تعين شول .
‹‹ جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم چې کله مدينې ته هجرت وکړ د مدينې په خلکو کې دوه عيدونه مروج وو (نوروز او مشرکان يو بل اختر ) چې دوی په هغه کې خوشحالۍ او ميلې کولې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : دا دوې ورځې د څه دي ؟ هغوی عرض وکړ : مونږ به د جاهليت په زمانه کې په دې دوو ورځو کې خوشحالۍ او بازۍ کولې .رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : الله تعالی تاسې ته د دغو ورځو پر ځای دوې ورځې تعين کړې چې په هغو دوو کې د دنيا او آخرت خير او برکت شته : د فطر اختر او د قربانۍ اختر ›› ابوداود (1134 ) او نسائي (1556 ) .
يو له هغو اخترونو چې د جاهليت په زمانه کې ايرانيانو لمانځل هغه نوروز او شب يلدا و غيره وو دا اخترونه د جاهليت د زماني د مشرکينو اور پرستو اخترونه بلل کيږي ، چې د مسلمانانو د پاره يې لمانځل حرام او د ايمان او عقيدې د پاره سخت خطرناک دي .
الله سبحانه و تعالی فرمايي :﴿وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا﴾[ فرقان 72] « د الله تعالی بندګان هغه کسان دي چې به زور (نا مناسبو او منحرفو ) مجالسو کې نه حاضريږي او کله چې ناګهانه د اهل باطل په پوچو خبرو ور برابر شي په شريفانه ډول له هغه څخه مخ اړوي او تيريږي . »
نو څوک چې ځان ته مسلمان وايي هغه بايد د مشرکينو په اختر کې کډون ونه کړي ځکه چې د هغوی په اختر کې کډول کول د هغوی سره مشابهت دی . دا تقاليد د جاهليت د زماني نه را پاتي دي چې د دی لمانځنه د مشرکانو سره تشبه کول دي . په حديث شريف راغلی دي : [من تشبَّه بقومٍ فهو منهم ](ابوداؤد) يعنې څوک چې د کوم (کافر ) قوم سره (د هغوی په مذهبي او ديني مراسمو کې ) ځان مشابح کوي له همغوی څخه به وشميرل شي .
د یوې ورځې لمانځل په دې معنی دي چې سړی هغې ورځې ته په تعظيم او احترام قايل شي مثلاً رخصتي او د کار ترک کول ، د نويو جامو اغوستل ، ددې ورځې د پاره خاص طعام يا خواراک برابرول دي .
و الله سبحانه وتعالی اعلم