اسلام علیکم ورحمة الله وبرکا ته
محترما زه دوی پوښتنی لرم چه په لاندی ډول دی
۱:- که د مملکت پاچا یو چا ته د ضرورت د وجه په غره کی لس جریبه ځمکه ورکړي چه دا ستا ده او ته يې کره بیا دا سړی دا ځمکه خرڅولای شی که نه؟
۲:- په اوس عصراو زمانه کې داسې شمسی انداری پیدا سویدی چه دلمرڅخه کار اخلي یوسړی برمه وکاږی او بیا دا انداری پرنصب کړی ټوله ورځ اوبه جاری وی اوس په دغه اوبوچه کښت ورسیږی زکات یی لسم من دی که شلم من؟
محمد صابر اروزګان
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
الحمدلله
اول :
د شاړو ځمکو ابادولو ته په شريعت کې موات وايي موات هغو ځمکو ته وايي چې شاړې وي يعنې آبادې شوي نه وي او يا يې مالک معلوم نه وي .
د موات کيدو شرطونه :
۱- شاړه ځمکه به د آبادی څخه دری څلور فرلانکه يا ۶۰۳-۸۰۴ متره لرې وي ځکه چې آبادی ته نږدې ځمکه به د نورو ضرورياتو د پاره لکه د اوسيدو ځای جوړولو ، د ځناورو د څرېدو لپاره وي .
۲- دوهم شرط دا دی چې د هغه مالک نه وي يا یې مالک وي مګر هغه دری کاله چاړه پرې ايښې وي نو اسلامي حکومت به هغه حجر کړي او بل چا ته به يې ورکړي .
رسول الله صلی الله عليه سلم فرمايي : ليس للمحتجر بعد ثلاث سنين حق ( د دری کاله شاړه پرېښودلو واله په دې ځمکه کې هيڅ حق نشه ) .
۳- دريم شرط دا دی چې د شاړې ځمکې په آبادولو کې د اسلامي حکومت اجازت شرط دی ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : لا حمی الا لله و رسوله ( د شاړې ځمکې خپلولو حق صرف الله او د هغه رسول (اسلامي حکومت ) لره دی ) .
د شاړې ځمکې په آبادلو کې د امام يا اسلامي حکومت د اجازت په باره کې د فقهاؤ تر مينځ اختلاف نظر دی :
د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد هغه بې کاره ، خاره ځمکې بيابانونه او غرونه چې له ابادۍ څخه دری څلور فرلانکه يا ۶۰۳-۸۰۴ متره لرې وي او ځنو فقهاؤ په نزد د لريوالی اندازه په عرف پورې اړه لري ، د مسلمانانو د امام د اجازت بغير يې څوک مالک کيدای نشي يعنې د اسلامي حکومت د اجازې بغير په هغه کې تصرف نشي کولای .
د امام صاحب دليل دا حديث دی : لا حمی الا الله و رسوله ، يعنې: د څه بيکاره ځمکې خپلول حق صرف الله او رسول الله (اسلامي حکومت ) لره دی .
مګر د صاحبينو امام يوسف او امام محمد قول دا دی چې د غيرو آبادو ځمکو د آبادولو په صورت کې د حکومت اجازې ته ضرورت نشته ، دهغوی دليل دا حديث شريف دی : من احيا ارضاً ميتة فهی له (ترمذي ) يعنې : چا چې د بيابان شاړه ځمکه آباده کړه نو هغه د ده ملکيت شو .
دوهم :
د فقهاؤ په اتفاق کوم کښت چې بې تکليف ، مشقت او مصرف اوبول کيږي لکه : د باران ، ويالي وغيره په اوبو په هغه کې عشر يا لسمه برخه زيات فرض دی .
او کوم کښت چې په زحمت او مصرف اوبول کيږي په هغه کې د عشر نيمايي زکات فرض دی .
په دليل د دغه حديث : «فيما سقت الأنهار والغيم العشر، وفيما سقي بالسانية نصف العشر»
يعنې : هغه (کښت ) چې د ويالو او چينو په وسيله اوبول کيږي عشر دی او هغه چې په وسائلو اوبول کيږي نيم عشر دی .
اتفق الفقهاء (1) على أن العشر يجب فيما سقي بغير مؤنة (مشقة) كالذي يشرب من السماء (الأمطار)، وما يشرب بعروقه: وهوالذي يشرب من ماء قريب منه.
ويجب نصف العشر فيما سقي بالمؤن كالدوالي (النواعير) النواضح.
والدليل لهم قول النبي صلّى الله عليه وسلم المتقدم: «فيما سقت السماء والعيون، أو كان عَثَرياً العشر، وما سقي بالنضح نصف العشر» (2)
(1) البدائع: 62/2-63، القوانين الفقهية: ص106
(2) رواه الجماعة إلا مسلماً عن ابن عمر، وعند مسلم من حديث جابر «فيما سقت الأنهار والغيم العشر، وفيما سقي بالسانية نصف العشر» وفي رواية لأبي داود: «إن في البعل العشر»