اسلام علىکم ورحمة الله وبرکاته
زه حمدالله يم د کابل نه يوه پوښتنه لرم هغه دا چې که ښځه او ميړه دواړه د نکاح تړلو په وخت کې حاضر وى نو بيا شاهدانو ته ضرورت شته او کنه ؟
واسلام
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د شاهدانو پرته نکاح نه صحي کيږي
د نکاح د پاره قبول او ايجاب شرط دی د قبول او ايجاب د پاره ګواهان يا شاهدان شرط يعنې د نکاح د صحت د پاره شاهدان شرط دی په پټه قبول او ايجاب نه صحي کيږي .
وشرط حضور شاهدين حرين مکلفين سامعين قولما معاً (درالمختار ۲۱/۳ ، کفايت المفتي ۱۵۵/۵ ) .