د سيکولرزم او ډيموکراسۍ تر مينځ څه فرق دی ؟

د ډيموکراسۍ او سيکولرزم رابطه او تعلق داسې دی لکه د فرع له اصل سره ، مثلاً د ميوې رابطه له وني سره .

سيکولرزم اصل دی چې يو معاصر کفري مذهب دی چې د دنيا د ټولو چارو څخه لکه : سياست ، ټولنه ، اقتصاد ، اخلاق او قانون څخه يې دين په کلي ډول لرې کړی دی.

او ډيموکراسي د سيکولار فرع يا سياسي برخه ده چې د سياست له ټولو څانګو څخه یې دين لری کړی هغه که د يو ګونډ په سطحه وي او يا د يو حکومت .

العلاقة بين الديمقراطية والعلمانية هي علاقة الفرع بأصله، أو علاقة الثمرة الخبيثة بالشجرة التي أثمرتها، فالعلمانية هي ” مذهب من المذاهب الكفرية التي ترمي إلى عزل الدين عن التأثير في الدنيا، فهو مذهب يعمل على قيادة الدنيا في جميع النواحي السياسية، والاقتصادية، والاجتماعية، والأخلاقية، والقانونية وغيرها، بعيدا عن أوامر الدين ونواهيه ” (1) .
والديمقراطية تقوم أساسا على إسناد السيادة أو السلطة العليا للأمة أو الشعب وهذا يعني أن الكلمة العليا في جميع النواحي السياسية إنما هي للأمة أو الشعب.
و على ذلك يمكننا القول: إن الديمقراطية مذهب من المذاهب الفكرية التي ترمي إلى عزل الدين عن التأثير في جميع النواحي السياسية، فالديمقراطية إذن هي التعبير السياسي أو الوجه السياسي للعلمانية (الدرر السنية – موسوعة المذاهب الفکرية المعاصرة)

ډيموکراسي څه ته وايي ؟

تعريف : د ډيموکراسۍ ( Democratie) لغت لاتيني دی ، چې له دو برخو جوړه شوي ده ( Demos) په منعی د خلکو او )Cratie( په معنی د حکومت چې پوره معنی يې د خلکو حکومت يا د خلکو لپاره حکومت ده .

په اصطلاح کې ډيموکراسي د سيکولزرم سياسي برخه ده چې دين له سياست څخه په کلي توګه جلا کوي .

د ډيوموکراسۍ اهداف

Untitled

۱– ځمکنی قانون :

د ديموکراسی بنسټ دی چې قانون به ځمکنی وي او د آسمان قانون د قبول وړ نه دی ، حال دا چې د انسان په مفاسدو او مصالحو ، خير او شر يوازې الله تعالی پوهيږي او هغه (جل جلاله ) د انسان د پاره اسلامي قانون او شريعت نازل کړی بل هيڅوک ددې حق نلري ، لقوله سبحانه وتعالی : [ إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ ] (الأنعام/ ۵۷).

ژباړه : پرې کړې يوازې د الله تعالی په واک کې دي .

د مفسرينو په اتفاق د کفري قانون خوښول ، د اسلام په پرتله هغه ته ترجيح ورکول او يا د اسلامي شريعت سره د هغه مساوي ګڼل کفر دی او که دا عقيده نه وي د جهل ، قدرت او بل څه په وجه داسې کوي کفر اضعر (کبيره ګناه ده ) (تفسير ابن کثير او تفسير الطبري ).

۲– اختياري اخلاق :

په ديموکراسۍ کې ثابت او مطلق اخلاق وجود نلري بلکي اختياري دي چې د خلکو د رأيو او پارلمان لخوا ټاکل کيږي ، مثلاً که پارلمان شراب حرام وګرځوي ، حرام دي ، حتی که خلک د همجنس بازی او لواطت مشروعيت او آزادي وغواړي نو آزاد او مشروع به وي لکه : تير کال چې د امريکا پارلمان د لواطت يا همجنس بازۍ قانون تصويب کړ .

لکن په اسلامي شريعت کې هيڅ څوک دا حق نلري چې حلال حرام او حرام حلال کړي که چا دا کار وکړ هغه په اسلامي شريعت باندې کافر او مرتد شو دا تفصيل به وروسته راشي .

۳– انسان مقدس دی :

د انسان مقدس ګڼل دا معنی لري چې هر څه غواړي او کوي اختيار لري ځکه مقدس دی ، خپله به قانون ټاکي ، دا که په اسلامي مقدسان ، پيغمبر ، قرآن ، آسماني کتابونو او نورو مسخرې کوي کولای شي ځکه انسان مقدس دی او شريعت او اسلامي مقدسات هيڅ تقدس نلري (الغاذ بالله ) .

او دا يو واضح او ښکاره شرک دی .

۴– آزادي :

الف) د بيان آزادي :

د اسلام په مقدس دين کې د بيان داسې آزادې ده چې هغه د خير او مصلحت لپاره وي نه د شر لپاره ، نه د چا د سپکاوي لپاره د مثال په ډول ابوبکر صديق رضی الله عنه د خلافت په دوره کې خپل رعيت ته وايي که زه د تاسې شکاياتو ته غوږ ونه نيسم نو په ما کې خير نشته او که تاسې ماته خپل غيبونه را په ګوته نه کړﺉ نو بيا پر تاسې کې خير نشته .

همدارګه د اسلام دوهم خليفه حضرت عمر فاروق رضی الله عنه يوه ورځ پر منبر د وغظ لپاره پورته شو يو کس را ولاړ شو او ورته ويې ويل : تر هغه د دعوت او تبليغ حق نلرې تر څو چې زما پوښتنې ته ځواب ونه وايې اميرالمؤمنين ورته وايي څه پوښتنه ده ؟ ووايه ، هغه کس ورته وايي: پوښتنه دا ده چې د ټولو لنګونه يوشان ؤ (د غنيمت په پيسو رخت اخيستل شوی ؤ چې ټولو ته مساوي ويشل شوی ؤ) ولی ستا لنګ اوږد دی ؟

اميرالمؤمنين ورته وايي ډير ښه دا ځکه اوږد دی چې زما قد څه لوړ ؤ هغه لنګ نه رسيدلو د خپل زوی لنګ مې ورسره يوځای کړی دی .پوښتنه کونکی وويل اوس پوه شم تبليغ پيل کړه .

د بيان آزادی خو دې ته وايې چې په هغی کې خير او مصليحت وي .

ولې په اسلام کې د بيان دا ډول آزادۍ ته اجازه نشته چې په هغې کې د دين ، قوم او شخص سپکاوي وي لکه د ننۍ ديموکراسۍ د بيان آزادي ، چې دين ، پيغمبر ، مقدساتو ، قوم او شخص ته سپکاوی يې د بيان د آزادی قانون دی .

ب ) : د دين آزادي :

په ديموکراسۍ کې د دين آزادي ده ، يعنې هر څوک اختيار لري ، چې هر کوم دين اختياروي ، نو کولای شي ، خو دا هسې يو خيال دی ځکه دوی پخپل قانون کې هيڅ آسماني دين نه مني ، ديموکراسي نور د ټولو باطلو اديان سره څه سازش کولای شي خو د اسلام او مسلمان سره هيڅ سازش نشي کولای ځکه هغه هيڅ آسماني دين نه مني ، ديموکراسي په اصل کې د اسلام د له مينځه وړلو يو کفري طاغوتي حرکت دی چې غواړي له دې لارې حاکميت تر لاسه کړي اسلام له سياست څخه ورک کړي او پر ځای يې وضعي قانون حاکم کړي مسلمانان جوماتونو ته حصار کړي ، داسې چې د منبر صلاحيت د بيان واک هم د دوی وي ، او بلاخره په دې طريقه هغه مسلمانان چې د اسلامي شريعت تحکيم غواړي له مينځه يوسي ، او غواړي په دې غوړ شعار باندې ضعيف الايمانه ، جاهل او بې احساسه مسلمانان وغلوي او د هغوی په ضد يې وکاروي تر څو هغوی (کفارو) ته د حکومت کول او اسلام او مسلمانانو له مينځه وړل آسانه شي (الغياذ بالله)

ج ) د اقتصاد او بازار آزادي :

په ديموکراسۍ کې د بازار کامله آزادی ده ، حلال او حرام هر څه پکې چليږي .

مګر په اسلامي شريعت کې د اقصاد له بنسټونو څخه دا دی چې : سود ، قمار ، احتکار ، شراب ، د خوګ غوښه ، حرام آلات او وسائل ، ظلم ، چل او فريب ټول حرام دي .

او هغه کسان چې دغه بنسټونه په نظر کې نه نيسی هغوی د الله او هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر وړاندې د جنګ اعلان کړی دی :

۵– انتخابات :

په ديموکراسی کې د مشر ټاکل د عامو خلکو په رأيو تر سره کيږي داسې چې مصلح او مفسد ، عالم او جاهل ، تقوی دار او فاسق ، کافر او مسلمان به په رأيو کې سره مساوي وي .

مګر په اسلام کې امير د علماؤ او متخصصينو د اهل الحل و العقد شوری ، يا د ولی العهد د ټاکلو له لارې او يا د فاسق او فاجر نظام نسکورول او د هغه پر ځای د اسلامي حکومت برقرارول د غلبې ليارې ټاکل کيږي.

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟