حلق او تقصير ( د سر خريل او لنډول)
د سعی څخه وروسته به عمره کوونکی د مروا له دروازې بهر ووځي خپل سر به وخريي او يا به د سر ويښتان لنډ کړي (حلق او تقصير ) به وکړي، ښځې به د سر ويښتان جمع کړي يوازې د ګوتې د بند په اندازه به يې لنډ کړي د ښځو د پاره د سر خريل نشته.
په دې سره عمره پای ته ورسيده، نور په هغه باندې هغه څه حلال شول کوم چې د احرام په حالت ورباندې حرام وو.
حج کوونکی به د قربانۍ کولو وروسته خپل سر وخريي .
د احنافو په نزد واجب ده چې د يوې ګوتې يا د ګوتې د بند په اندازه ويښتان کم شي کچېرې ويښتان دومره کوچني وي چې د ګوتې د بند په اندازه نه کميږي نو خريل يې واجب دي او کچېرې سر مخکې خريل شوی وي نو په هغه باندې د پاکي کش کول لازم دي.
جاء في فقه الاسلامي و ادلته لدکتور زحيلي:
وأوجب الحنفية ما يزيد على قدر الأنملة، حتى يحقق التقصير من جميع الشعر، ويتيقن من استيفاء قدر الواجب، فيخرج عن العهدة بيقين.
د نارينه د پاره د ويښتانو تر کمولو خريل غوره دي په دليل د دغه حديث شريف:
ابن عمر رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي «اللهم ارحم المحلقين. قال في الرابعة: والمقصرين»(متفق عليه)
يعنې: ای الله ! په سر خريوونکو رحم وکړې دری ځله يې دا دعا وکړه په څلورم ځل يې وويل: ای الله په ويښتانو کمونکو رحم وکړې.
او د ښځې د پاره يوازې د يوې ګوتې د بند په اندازه د ويښتانو کمول دي په دليل د دغه حديث شريف:
«ليس على النساء حلق، وإنما عليهن التقصير» (ابوداود و بيهقي ).
يعنې: په ښځو باندې د سر خريل نشته بلکي هغوی لره د ويښتانو کمول دي.
که څوک په حج کې د مرض له کبله سر نشي خريلای
که چیرته څوک د ویښتانو د کمزورتیا مشکل ولري او دا ویره ورسره وي که چېرته سر وخريي بیا به را شنه نشي نو د عمرې او حج په مراسمو که به څومره ویښتان کټ کوي او يا يې هيڅ کټ نه کړي که په دې باره معلومات راکړئ ؟
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
اول – حلق (د سر خريل )، تقصير ( د ويښتانو کمول ) واجب دي د احرام څخه د وتلو شرط دی.
خريل يا د ويښتانو کمول دواړه صحي دي مګر د سر خريل افضل او غوره دي.
أن الحلق أو التقصير, واجب, لكن الحلق أفضل؛ لأنه روي أن رسول الله صلى الله عليه وسلم “دعا للمحلقين ثلاثا, وللمقصرين مرة واحدة فقال: اللهم اغفر للمحلقين, فقيل له: والمقصرين, فقال: اللهم اغفر للمحلقين (بدائع الصنائع ).
دویم – د ویښتانو د کمولو اندازه به د ګوتې د بند په اندازه وي که تر هغه کم وي نو خريل يې واجب دي او که سر مخکې خريل شوی وي او يا د چا ويښتان نه وي هغه به يوازې پاکي ورباندې کشوي.
وَحَلْقُ الْكُلِّ أَوْلَى اقْتِدَاءً بِرَسُولِ اللَّهِ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ – وَالتَّقْصِيرُ أَنْ يَأْخُذَ الرَّجُلُ أَوْ الْمَرْأَةُ مِنْ رُءُوسِ شَعْرِ رُبُعِ الرَّأْسِ مِقْدَارَ الْأُنْمُلَةِ ؛ وَلِأَنَّ الْحَلْقَ مِنْ أَسْبَابِ التَّحَلُّلِ وَكَذَا الذَّبْحُ عِنْدَنَا فِي حَقِّ الْمُحْصِرِ فَيُقَدِّمُ الرَّمْيَ عَلَيْهِمَا وَالذَّبْحُ لَيْسَ بِمُحَلَّلٍ عَلَى سَبِيلِ الْعُمُومِ وَلَا مِنْ مَحْظُورَاتِ الْإِحْرَامِ فَيُقَدَّمُ عَلَى الْحَلْقِ لِيَقَعَ فِي الْإِحْرَامِ وَيَجِبُ إجْرَاءُ مُوسَى عَلَى الْأَقْرَعِ عَلَى الْمُخْتَارِ وَلَوْ كَانَ عَلَى رَأْسِهِ قُرُوحٌ لَا يُمْكِنُ إمْرَارُ
(تبيين الحقائق شرح کنز الدقائق ۲/۱۵).
دريم – که څوک معذور وي، په يقيني توګه د سر خريل ورته ضرر رسوي هغه دې ويښتان کم کړي، کچېرې د ويښتانو د کمولو اندازه موجود نه وي او يا خو حلق او تقصير دواړه امکان نلري نو هغه به فديه ورکړي.
د كعب بن عُجْرَةَ رضی الله عنه قيصه مشهوره ده چې هغه د مرض له کبله سر نه وو خريلی او جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه ته د فديه ورکولو حکم کړی وو چې په حق کې يې لاندې آيت کريمه نازل شوی دی.
وَأَتِمُّوا الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ لِلَّهِ فَإِنْ أُحْصِرْتُمْ فَمَا اسْتَيْسَرَ مِنَ الْهَدْيِ وَلَا تَحْلِقُوا رُءُوسَكُمْ حَتَّى يَبْلُغَ الْهَدْيُ مَحِلَّهُ فَمَنْ كَانَ مِنْكُمْ مَرِيضًا أَوْ بِهِ أَذًى مِنْ رَأْسِهِ فَفِدْيَةٌ مِنْ صِيَامٍ أَوْ صَدَقَةٍ أَوْ نُسُكٍ (البقره ۱۹۶ ).
فديه دری شيان دي:
د حرم په پولو کې د پسه ذبحه او صدقه کول.
په حرم کې دری ورځې روژه نيول.
شپيتو مسکينانو ته نيم صاع غنم ورکول.
و الله سبحانه وتعالی اعلم