د سرو زرو نصاب څومره دی او په ماشين باندې زکات شته ؟

اسلام علیکم ورحمته وبرکاته
اوله پوشته چی څو گیرامه طلاولري زکات پرې شته 2حددنصاب سومیلیون دی 3یوه وماته ویل چی 20مثقال طلاولري زکات پرسته 4زموژمولوی صاب وايی چی پرماشین باندی زکات شته اونورمولویان صاحبان وای چی نسته
خیال محمدبختیار له ایرانه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : د سرو زرو د زکات نصاب ۲۰ مثقاله چې له ۸۵ ګرامو سره سمون خوري کله چې څوک ۸۵ ګرامه يا تر هغه زيات سره زر ولري زکات ورباندې فرض دی .

دوهم : د نغدو پيسو او تجارتي مالونو د زکات نصاب د سپينو زرو د زکات د نصاب له رويه ټاکل کيږي چې د سپينو زرو نصاب ۲۰۰

شرعي درهمه چې له ۵۹۵ ګرامه سره سمون خوري که د يو ګرام نقرې يا سپينو زرو نرخ ۷۰ افغانۍ وټاکو نو د زکات نصاب به ۴۱۶۵۰ افغانۍ شي په ايران کې کيدای نقره تر دې هم ارزانه وي نو څوک چې ۴۱۶۵۰ افغانۍ ولري کال ورباندې تير شي زکات ورباندې فرض دی .

دريم : که د ماشين څخه مو هدف موټر وي هغه موټر چې د کور د پاره وي په هغه باندې زکات نشه او که د تجارت او کار کولو د پاره وي په هغه باندې زکات شته .

و  فی  الدر:

«‌و  لا  فی  ثیاب  البدن  و  اثاث  المنزل  و  دور  السکنی  و  نحوها».

و  فی  الطحطاوی‌:

«(‌قوله‌:  و  نحوها )‌ کحوانیت و  خانات  یستغلها»‌.(طحطاوي علي الدر:1/392)

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.