د سرو زرو غاښونه ايښودل او ورېځې جوړل څه حکم لري ؟
د خدای پاک په خلقت کي لاسوهنه کول حرام او ګناه ده چي دا په قران کریم کي هم ویل شوي دي.
زه په اندېښنه کي یم
ډېر کتابونه او لیکني مي وکتلې خو ځواب مي ترلاسه نه کړ
ځیني ښځي یا نارینه خپل یو یا دوه غاښونه کاږي او د سرو زرو هغه ږدي
ښځي د خپلو ورځو ورېښتان کاږي
دا خو هم زما په فکر د خدای پاک خلقت ته تغیر ورکول دي
د دې ګناه په کومه اندازه دى
محمد نبي
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
هو د ښايست او سينګار لپاره په غاښونو کې فاصلې جوړول د سرو او سپينو زرو غاښونه ايښودل حرام دي او دا د الله تعالی په خلقت کې تغير راوستل دي مګر که د ضرورت لپاره وي چې خپل غاښ يې له مينځه تللی يا خراب وي د هغه پر ځای بل غاښ ايښودل ، ډکول ، پوښ ورکول باک نلري ځکه دا د غيب له مينځه وړل دي چې په خلق الله تغير راوستل نه بلل کيږي .
همدارنګه د ورېځو د ويښتانو ايستل ، کمول حرام دی او په دې دواړو باندې د الله تعالی لعنت دی او لعنت د ګناه د سختوالی په وجه دی .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :
لعن الله الواشمات والمستوشمات والنامصات والمتنمصات والمتفلجات للحسن المغيرات خلق الله (رواه بخاری ) .
الله تعالی لعنت کړی څوک چه خال وهي او هغه چه د خال وهلو خيال وکړي ،او هغه څوک چه وروځی نري جوړوي او هغه چې د وروځو د نری جوړولو خيال کوي ، او هغه څوک چه د ډول او ښاست لپاره د غاښونو تر مينځ فاصلی جوړوي دا هغه کسان دی چه د الله جل جلا له په خلقت کې تغير راولې .
د سرو زرو په باره کې د علماء قول دا دی چې د نارينه لپاره د ضرورت پرته د سرو زرو استعمال حرام دی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم چې صحابي ته د سرو زرو د پزې ایښودلو اجازت کړی وو د ضرورت پر بنا وو چې هغه وخت نور کيمياوي مواد نه وو .
لا يجوز حشو الأسنان أو ربطها بالذهب إلا إذا كانت هناك ضرورة ؛ لأن الأصل تحريم الذهب على الرجل ، لما تقدم إلا أنه يباح للضرورة ؛ لما رواه أبو داود (4232) : ( أن عَرْفَجَةَ بْنَ أَسْعَدَ قُطِعَ أَنْفُهُ يَوْمَ الْكُلاَبِ فَاتَّخَذَ أَنْفًا مِنْ وَرِقٍ فَأَنْتَنَ عَلَيْهِ فَأَمَرَهُ النَّبِىُّ صلى الله عليه وسلم- فَاتَّخَذَ أَنْفًا مِنْ ذَهَبٍ )
مګر ځينې فقهاء يې پر جواز حکم ورکړی دی د هغوی دليل هم پورته حديث شريف دی ، چې د يو صحابې پوزه قطع شوې وه او رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه ته د سرو زو د پزه ایښولو اجازت کړی وو .
و افتی فی خلاصة الفتاوی بجواز اتخاذ السنّ مـن الذهب و الفضة».(امداد المفتين: ص 982)
و فی الهندیة:
قطعت انملته یجوز أن یتخذها من ذهب أو فضّة».(هنديه: 5/336)
و الله سبحانه وتعالی اعلم