ښاغلیه السلام علیکم. محترمه سوال دادی چه: دسرو زرو د زکات لپاره نصاب ځومره دی ؟
دوهم سوال : ایا به ښڅه باندی دسرو زرو زکات کیږی که کیږی باید ځومره سره زر ولری ؟
دریم سوال : که ښڅه میړه ولری ځه حکم دی او که ونلری ځه حکم دی؟
که ددی پوښتنی جواب به تفصیل سره راکړي الله ج دی تاسو ته جنت فردوس درکړی
به درنښت
اسرار جان
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
اول :
طلا يا سره زر چې کله 85 ګرامو ته ورسيږي او کال ورباندې تير شي زکات ورباندی فرض دی .
ونصاب الذهب والعملات الذهبية هو (20) عشرون مثقالا وتعادل (85) جراما من الذهب الخالص (والمثقال يعادل 4.25 جراما)” .
دوهم : کله چې سره زر يا طلا نصاب ته ورسيږي ، زکات په ښځه فرض دی د هغې په خاوند فرض نه دی ځکه ښځه مالک نصاب ده .
لا يجب على الزوج أن يدفع الزكاة عن زوجته ، لأن الزكاة إنما تجب على صاحب المال ، وليست الزكاة من النفقة الواجبة للزوجة على زوجها .(موقع الاسلام سوال جواب ) .
دريم : د خاوند لرل او نه لرل د زکات په وجوب پورې اړه نه لري ، بلکي د زکات د وجوب د پاره ، نصاب او په هغه باندې يو کال تيرېدل شرط دي .
څلورم : د زکات انذازه څلويښمه حصه يا 2.5% ده ، چې د 85 ګرامه د زکات انذازه 2.125 ګرامه کيږي ، دې ته به د استعمال شويو سرو زرو نرخ تعين کړي .
مثلاً که د مستعملې طلا نرخ 1700 افغاني وي نو د زکات انذازه به په نغدو باندې 3613 افغانۍ شي .
او د طلا په نرخ ټاکلو کې د هغه عيار هم بايد په نظر کې ونيول شي ځکه زکات يوازې په طلا باندې فرض نه د هغه په نورو ترکيبي فلزاتو .
و الله سبحانه وتعالی اعلم