ښاغلیو!
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
زما پوښتنه د طلا او د نقری د زکات د نصاب په اړه ده لطفا پدی اړه هر اړخیزه او مکمل معلومات راکړی.
چه نصاب یی څومره دی
که د نصاب څخه کمه اندازه زیاته شی د هغی زکات څنګه دی
او داسی نور.
مننه
انجنیر عبدالحبیب الفت
د کابل د خوشحال خان څخه
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د طلا يا سرو زرو نصاب 85 ګرامه او د نقرې يا سپينو زرو د زکات نصاب 595 ګرامه دی .
کله چې سره يا سپين زر ذکر شوي نصاب ته ورسيږي او کال ور باندې تير شي زکات ور باندې فرض دی .
د زکات حساب په دې ډول دی :
په بازار کې طلا يا نقره په خالص يا ترکبي ډول پلورل کيږي .
مثلاً 85 ګرامه خالصه طلا 24 عيار ده او ترکيبي بيا 22 عيار ، 21 عيار 18 عيار او نور وي .
چې بيا يې د عيار يا خالص والی له رويه مقدار کميږي او فرمول په لاندې ډول دی :
د طلا وزن x عيار ÷ 24
که د طلا وزن 85 ګرامه فرض کړو د عيار له رويه يې وزن مساوي کيږي په :
22 عياره 77.9
21 عيار 74.37
18 عيار 63.75
مطلب دا چې د زکات د حساب د پاره خاصه طلا حسابيږي .
مثلاً يو کس د خپل د زېوراتو د خريداری بلونه وکتل او هغه يې حساب کړل ټوله طلا ۱۰۰ ګرامه شوه
نو اوس په دې طلا باندې زکات فرض شو او د زکات اندازه داسې حسابيږي .
د زکات د ورکړې اندازه 40 برخه يا 2.5% ده .
که نومړې طلا خالصه فرض کړو او په بازار کې د نويې طلا نرخ مثلاً 2000 افغانۍ وي او د مستعملې طلا نرخ 1700 افغانۍ وي د زکات اندازه به مساوي وي په :
100grX1700/40 = 4250
او يا 100grX2.5% = 4250
د زکات اندازه به 4250 افغانۍ شي ، دا پيسې به د زکات پر مستحقو کسانو وويشي .