د سلام او احترام تر وړاني کولو وروسته زما پوښتنه داده چي پخوامي د سپین سرو او سپین ږیرو څخه اورېدلي وو چي باد او دوړي په هغه وخت کي رامنځ ته کیږي کله چي د الله ج بندګان د خپل رب نافرماني وکړي، غواړم ددې په اړه دیني معلومات راکړئ
درنښت
نورالباقي
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
اول :
باد د الله سبحانه وتعالی د قدرت له نښو څخه يوه نښه ده ، لقوله سبحانه وتعالی :[وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخِّرِ بَيْنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ ) [البقرة: ۱۶۴).
که د نړۍ ټول طاغوتيان او سر کش انسانان را ټول شي دوی نشي کولای چې د باد جهت او طرف ته تغير ورکړي بلکي دا باد د الله تعالی په حکم او قومانده چليږي .
د باد په ذريعه الله سبحانه وتعالی د خپل مخلوق تنظيم کړی دی لکه : د وريځو څلول ، د نباتاتو القاح ، په درياب کې د بيړيو چلول او نور .
الله سبحانه وتعالی په ځنو وختونو کې د باد په ذريعه د خپلو دوستانو مرسته کړي او ځينو وختونو کې يې د باد په ذريغه خپل دوشمنان تباه کړي دي .
د احزاب په غزا کې يې د مؤمنانو د نصرت لپاره کافران سخت ورباندې ځغلولی دي ، د باد په ذريغه د عاد قوم تباه کړی دی .
دوهم : د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم عادت مبارک دا وه چې کله به وريځ او شديد باد راغی دی مبارک به خفه او پريشانه وو ، عايشه رضی الله عنها د هغه څخه د علت پوښتنه کوي په ځواب کې فرمايي :يا عائشة وما يؤمنني أن يكون فيه عذاب وقد عذب الله قومًا بالريح (البخاري) .
يعنې : ای عايشې ! مونږ لره څه امن دی که په دې کې عذاب وي او يقيناً الله تعالی د باد په ذريغه قوم ته عذاب ورکړی دی .
او ايمان د خوب او رجاع تر مينځ دی يعنې د وېرې او رحمت .
د بادونو او دوړو او غبار علم به الله تعالی ته وي چې په دې که به عذاب وي که رحمت ( والله اعلم ) .
خو د الله تعالی د عذاب نه پنا غوښتل او سخت وېرېدل پکار دي .
ځکه چې په نن عصر کې د الله تعالی د احکامو څخه د مسلمانانو څرګند بغاوت او سرکشي له حده وتلی ده .
لکه : د اسلامي شريعت پر ځای د طاغوت حاکميت .
د الله تعالی او د هغه د رسول الله پر وړاندې د جنګ اعلان ( په علني توګه سودخوري ) .
په ځمکه کې فساد ( د ناحقه وينو تويلول او ظلم ) .
په ناحقه د خلکو د مال خوړول ( علني رشوت او د رژيم د ټولو چارو د تر سره کولو ګونجۍ ګرځېدل ) .
د کفارو د ستر صفت پلي کول ( په علمي مرکزونو او دفترونو کې د ښځو او نارينه اختلاط ) .
د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې منفي تبليغات او کفري قوانينو او فحشاء لپاره علني دعوت ( کفري او فاحشه مديا) .
د اسلامي شعايرو سره کينه او دوښمني ( علماء صالح ، مدارس ، ږېره ، جوماتونه ….) .
نو په داسې حال به د عذاب د نزول څه امن وي ؟
الله تعالی دې زمونږ په حال ورحميږي او الله تعالی مونږ ته په اسلامي شريعت د پوره عمل توفيق راکړي .
دريم :
د طوفان او شديد باد ، شديدې ږلی پر مهال به (قل اغوذ برب الفلق ، قل اغوذ برب الناس ) ويل مسحت دي (۱) او يا دا دعا کول مستحب دي .
اللَّهُمَّ إِني أَسْأَلُكَ خَيْرَهَا ، وَخَيْرِ مَا فِيهَا ، وخَيْر ما أُرسِلَتْ بِهِ ، وَأَعُوذُ بك مِنْ شَرِّهِا ، وَشَرِّ مافيها فيها، وَشَرِّ ما أُرسِلَت بِهِ (۲) .