لیکوال: تميم تکل
ناشر: دعوت نیوز.کام
هغه څه چې د سحر(جادو) نه ځان پرې ساتل کېږي:
۱. ټول فرائض او واجبات ادا کول. له ټولو محرماتو ځان ژغورل او له ټولو گناهونو څخه توبه ایستل. که لمونځونه ټول په جومات کې له جماعت سره وشي بیخي ښه خبره ده.
۲. د قرآن کریم ډېر تلاوت کول. هره ورځ باید د قرآن کریم یو جزء(یوه برخه) تلاوت شي.
۳. آیت الکرسي له هر فرض لمانځه وروسته. د خوب پر مهال او د سبا او ماښام پر وخت لوستل.
۴. معوذات (د قرآن درې وروستي سورتونه) د سهار او ماښام پر مهال درې – درې ځله لوستل.
۵. د سهار او ماښام اذکار. له فرض لمانځه وروسته اذکار او د خوب پر وخت اذکارو باندې اهتمام کول (البخاري، مسلم، الترمذي، ابوداود، الحاکم)
۶. د امکان په صورت کې سهار په نهره اووه دانې «عجوة» خرما/کجورې خوړل. رسول الله ﷺ فرمايي: «څوک چې سهار اووه دانې عجوة وخوري؛ هغه ته به په دې ورځ کې زهر او سحر څه زیان نه رسوي». (البخاري، مسلم)
د امام مسلم په یوه روایت کې د مدینې منورې عامه خرما ذکر شوې. د بعضې علماوو نظر دا دی چې هره خرما که وخوړل شي؛ امید شته چې الله تعالی په کې یاده فایده ایښې وي.
که چېرته په چا سحر(جادو/کوډې) وشي؛ هغه (ناروغ) باید لاندې کارونه وکړي:
۱. غالباً ساحران چې کله سحر کوي؛ په یوه جامد او محسوس توکي یې کوي او بیا هغه چېرته پټ ږدي او غوټې ورکوي؛ نو د سحر د له منځه وړلو تر ټولو مؤثره لاره دا ده چې د امکان په صورت کې په مباحه طریقه هغه پیدا او ضایع کړي. (فتح الباري، زادالمعاد).
۲. د شرعي دم په وسیله.
۳. د امکان په صورت کې دې د سدر(بېرې)* شنې پاڼې وټکول شي او د غسل اندازه اوبو کې دې واچول شي(که سدر نه وي نو ساده اوبه کفایت کوي) او له فاتحې، آیت الکرسي او معوذاتو نه سربېره؛ لاندې آیتونه دې هم پرې ولوستل شي او له هغې اوبو نه دې ناروغ(په چا چې سحر یا کوډې شوې وي) لږې وڅښي او نورو باندې دې غسل وکړي که اړتیا شوه؛ څو ځله دې دغه طریقه وکړي؛ ان شاء الله چې شِفا به ومومي:
– « وَأَوْحَيْنَا إِلَى مُوسَى أَنْ أَلْقِ عَصَاكَ فَإِذَا هِيَ تَلْقَفُ مَا يَأْفِكُونَ* فَوَقَعَ الْحَقُّ وَبَطَلَ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ * فَغُلِبُواْ هُنَالِكَ وَانقَلَبُواْ صَاغِرِينَ * وَأُلْقِيَ السَّحَرَةُ سَاجِدِينَ * قَالُواْ آمَنَّا بِرِبِّ الْعَالَمِينَ * رَبِّ مُوسَى وَهَارُونَ *» [الأعراف : ۱۱۷ – ۱۲۲] – « وَقَالَ فِرْعَوْنُ ائْتُونِي بِكُلِّ سَاحِرٍ عَلِيمٍ * فَلَمَّا جَاء السَّحَرَةُ قَالَ لَهُم مُّوسَى أَلْقُواْ مَا أَنتُم مُّلْقُونَ * فَلَمَّا أَلْقَواْ قَالَ مُوسَى مَا جِئْتُم بِهِ السِّحْرُ إِنَّ اللّهَ سَيُبْطِلُهُ إِنَّ اللّهَ لاَ يُصْلِحُ عَمَلَ الْمُفْسِدِينَ * وَيُحِقُّ اللّهُ الْحَقَّ بِكَلِمَاتِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُجْرِمُونَ *». [یونس : ۷۹ – ۸۲] – « قَالُوا يَا مُوسَى إِمَّا أَن تُلْقِيَ وَإِمَّا أَن نَّكُونَ أَوَّلَ مَنْ أَلْقَى * قَالَ بَلْ أَلْقُوا فَإِذَا حِبَالُهُمْ وَعِصِيُّهُمْ يُخَيَّلُ إِلَيْهِ مِن سِحْرِهِمْ أَنَّهَا تَسْعَى * فَأَوْجَسَ فِي نَفْسِهِ خِيفَةً مُّوسَى * قُلْنَا لاَ تَخَفْ إِنَّكَ أَنتَ الأَعْلَى * وَأَلْقِ مَا فِي يَمِينِكَ تَلْقَفْ مَا صَنَعُوا إِنَّمَا صَنَعُوا كَيْدُ سَاحِرٍ وَلاَ يُفْلِحُ السَّاحِرُ حَيْثُ أَتَى * فَأُلْقِيَ السَّحَرَةُ سُجَّدًا قَالُوا آمَنَّا بِرَبِّ هَارُونَ وَمُوسَى». [طه : ۶۵ – ۷۰] – « قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ * لاَ أَعْبُدُ مَا تَعْبُدُونَ * وَلاَ أَنتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ * وَلاَ أَنَا عَابِدٌ مَّا عَبَدتُّمْ * وَلاَ أَنتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ * لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ * ».
د نظر (سترګو) علاج
له نظر لګېدو نه مخکې تدابیر:
۱ . د بد نظر لګېدو نه د مخنیوي په موخه دې ټول هغه احتیاطي تدابیر اختیار کړای شي چې د سحر نه د ژغورنې له پاره پورته ذکر شول.
۲. څوک چې له خپلو سترگو نه ډارېږي چې بل څوک نظر نه کړي؛ هغه ته پکار ده چې کله هم عجیب او هېښوونکی شی وویني؛ هغه ته دې د برکت دعا وکړي. (موطا، ابن ماجه، أحمد)
باید چې ووايي: ماشاء الله، تبارک الله یا لا حول ولا قوة اِلا بالله. (زادالمعاد)
۳. د چا د نظر کېدو احساس چې وشي؛ د هغې محاسن باید پټ کړای شي. (زادالمعاد، شرح السنة للبغوي)
د نظر لګېدو نه وروسته د هغه علاج:
۱ . که نظر کوونکی کس معلوم شي د هغه نه باید وغوښتل شي چې اودس وکړي او بیا دې په هغو اوبو نظر کړل شوی کس یا ناروغ ځان ومینځي.( سنن ابوداود، زادالمعاد)
دغه راز چې څوک سترگو وهلی وي یا نظر شوی وي؛ هغه باندې باید سورة فاتحه(الحمدلله)، د البقرې سورې لومړی سر، آیة الکرسي، د البقرې سورې وروستۍ برخه(آمن الرسول…)، د آل عمران سورې لومړی سر او د الحشر سورې وروستۍ برخه تلاوت شي. ځينې نور آیتونه هم مؤثر دي؛ لکه:
– ﴿فَسَيَكۡفِيكَهُمُ ٱللَّهُۚ وَهُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡعَلِيمُ ١٣٧﴾ [البقرة:137].
– ﴿وَإِن يَكَادُ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ لَيُزۡلِقُونَكَ بِأَبۡصَٰرِهِمۡ لَمَّا سَمِعُواْ ٱلذِّكۡرَ وَيَقُولُونَ إِنَّهُۥ لَمَجۡنُونٞ ٥١﴾ [القلم: 51].
– ﴿أَمۡ يَحۡسُدُونَ ٱلنَّاسَ عَلَىٰ مَآ ءَاتَىٰهُمُ ٱللَّهُ مِن فَضۡلِهِۦۖ فَقَدۡ ءَاتَيۡنَآ ءَالَ إِبۡرَٰهِيمَ ٱلۡكِتَٰبَ وَٱلۡحِكۡمَةَ وَءَاتَيۡنَٰهُم مُّلۡكًا عَظِيمٗا ٥٤﴾ [النساء: 54].
– ﴿فَٱرۡجِعِ ٱلۡبَصَرَ هَلۡ تَرَىٰ مِن فُطُورٖ ٣﴾ [الملك: 3].
– ﴿يَٰقَوۡمَنَآ أَجِيبُواْ دَاعِيَ ٱللَّهِ وَءَامِنُواْ بِهِۦ يَغۡفِرۡ لَكُم مِّن ذُنُوبِكُمۡ وَيُجِرۡكُم مِّنۡ عَذَابٍ أَلِيمٖ ٣١﴾ [الأحقاف: 31].
– ﴿وَنُنَزِّلُ مِنَ ٱلۡقُرۡءَانِ مَا هُوَ شِفَآءٞ وَرَحۡمَةٞ لِّلۡمُؤۡمِنِينَ وَلَا يَزِيدُ ٱلظَّٰلِمِينَ إِلَّا خَسَارٗا ٨٢﴾ [الإسراء: 82].
او همدارنگه د قرآن درې وروستي مبارک سورتونه.
* دغه مطلب له رسول علیه السلام څخه نه دی روایت شوی؛ خو علامه ابن حجر په «فتح الباري» کې د وهب بن منبه له تجاربو را اخیستی دی. دا یوازې د سحر له پاره نه؛ بلکې د نظر او بدو سترگو علاج هم پرې کېدای شي. والله اعلم.
__________________________
سرچینې:
1. آخندزاده، عبدالجلیل. (۱۴۳۵ س. ل). علیکم بسُنتي. اعلاء السنن خپرندویه ټولنه.
2. السدحان، عبدالله بن محمد. (۱۳۹۶ ل). قرآن او درملنه(د شرعي درسونو سلسله)/ ژباړه: اسحاق دبيري
3. المنیع، عبدالله بن سلیمان. (۱۴۲۰ س.ل). د خرافاتو او شرعي طب ترمنځ توپیرونه. / ژباړه: محمد اسحاق دبيري
…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………
د دعوت نیوز.کام رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. جزاکم الله خیراً
د دعوت نیوز) بانکي پتهDN Bank AC # 00105100585219:)
د واټس آپ WhatsApp: +93747162162 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat News.com Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DN Bank AC # 00105100585219
WhatsApp: +93747162162
…………………………………………………………………………………………………………
که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛
https://dawatnews.com/submit-article/
شرعي پوښتنه:
که کومه شرعي پوښتنه لری دمهربانی له مخې لاندې فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړئ.
*دعوت نیوز.کام (بااعتبارترین مرجع نشر و اشاعت قرآن و حدیث در سراسر جهان) ⏬
🌐www.dawatnews.com✅
…………………………………………………………………………………………………………
لاتنسونا عن صالح دعائکم
اخوکم في الله ابوأحمد