د سحر او جادو عوارض او علائم څه دي؟

د آنلاین اسلامی لارښود کارکونکو ته سلام وایم زه یو څو پوښتنی لرم:
که په یو چا باندی جادو شوي وي څه پوه شو چی دا جادو ده؟ او علاج یی څه ده؟ نن سبا خو بعضی د ملایانو په نوم ناست وي او هر څوک چی ورشي ورته وايي په تا جادو شوي دومره پیسی را کړه چی درته لری یی کړم.
روح الله
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د سحر ، نظر او پيرياني کس علايم تقريباً مشابح دي خو د سحر او جادو څو علائم په لاندې ډول دي :
۱- کور د ننوتلو په وخت کې سخت په تنګتوب
۲- بغير له کوم سبب څخه ژړا او يا خندا .
۳- د ذکر او عبادت څخه کرکه کول .
۴- قولنج او د خېټي هميشنۍ درد .
۴- بغير له کوم سبب څخه د ميړه يا د ښځې څخه شديده کرکه کول .
۵- د سحر له آيتونو څخه متأثير کيدل .
د ساحر او جادو ګر علائم دا دي :
۱- ساحر اوکاهن د مريض او د مريض د مور د نوم پوښتنه کوي .
۲- د مريض څخه ځنی نښی نښانې غواړي لکه خولۍ ،ږومنځ او داسې نور .
۳- د يو حيوان په خاصو صفاتو ذبحه کول غواړي او د حيوان د ځنو برخو ګډول له وينی سره .
۴- په بی مفهومه خبرو او نيمګړيو تورو به خبرې کوي .
۵- يوشی به مريض ته ورکوي چه په ځمکه کې يې خښ يا يې د کور په کوم ځای کې پټ کړي .
۶- د خاصو وسايلو په وسيله د مريض له احوالو ځان خبرول .
۷- د فسق علايم ،په نومړي کس کې به د فسق علايم څرګند معلوميږی تقوی به له سره نلري يو فاسق انسان به وي .
من موقع الاسلام سوال جواب
د سحر او کوډو علاج :
د کډو او سحر علاج په ساحر او کوډګر باندې حرام دی ځکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه چا پوښتنه وکړه چې د سحر علاج په سحر باندې جايز دی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم ور ته وفرمايل ((هُوَ مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ ) رواه أبو داود (3868) يعنې دا د شيطان عمل دی ( داسې کول جايز نه دي) .
بلکي د سحر علاج به په قرآنکريم او شرعي اذکارو سره کيږي .
علماء کرامو د قرانکريم لاندې آيتونه ښودلې دي چې هغه به په مريض باندې دم او يا په ابو باندې دم کړ شي او هغه اوبه به مريض ته ورڅښل کيږي .
۱- د فاتحه د سورت لوستل.
۲- آية الکرسي.
۳- د اعراف د سورة دغه آيتونه [( قال إن كنت جئت بآية فأت بها إن كنت من الصادقين فألقى عصاه فإذا هي ثعبان مبين ونزع يده فإذا هي بيضاء للناظرين قال الملأ من قوم فرعون إن هذا لساحر عليم يريد أن يخرجكم من أرضكم فماذا تأمرون قالوا أرجه وأخاه وأرسل في المدائن حاشرين يأتوك بكل ساحر عليم وجاء السحرة فرعون قالوا إن لنا لأجراً إن كنا نحن الغالبين قال نعم وإنكم لمن المقربين قالوا يا موسى إما أن تلقي وإما أن نكون نحن الملقين قال ألقوا فلما ألقوا سحروا أعين الناس واسترهبوهم وجاءوا بسحر عظيم وأوحينا إلى موسى أن ألق عصاك فإذا هي تلقف ما يأفكون فوقع الحق وبطل ما كانوا يعملون فغلبوا هنالك وانقلبوا صاغرين وألقي السحرة ساجدين قالوا آمنا برب العالمين رب موسى وهارون ) /106-122 ] ۴- د يونس د سورت دغه آيتونه : [وقال فرعون ائتوني بكل ساحر عليم فلما جاء السحرة قال لهم موسى ألقوا ما أنتم ملقون فلما ألقوا قال موسى ما جئتم به السحر إن الله سيبطله إن الله لا يصلح عمل المفسدين ويحق الله الحق بكلماته ولو كره المجرمون )79-82 ] .
۵- د طه د سورت دغه آيتونه [قالوا يا موسى إما أن تلقي وإما أن نكون أول من ألقى قال بل ألقوا فإذا حبالهم وعصيهم يخيل إليه من سحرهم أنها تسعى فأوجس في نفسه خيفة موسى قلنا لا تخف إنك أنت الأعلى وألق ما في يمينك تلقف ما صنعوا إنما صنعوا كيد ساحر ولا يفلح الساحر حيث أتى ) /65-69 ] .
۶- سوره اخلاص او معوذتين دری ځله لوستل .
خپله مريض يې هم پر خپل ځان دم کولای شي ، او که يو صالح عالم ته ورشي ډير به ښه وي ، لکن ددې آيتونو په تلاوت کې اخلاص او يقين ضرور دی .
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.