سلام و علیکم و رحمة الله و برکاةُ
په درناوي سره زما پوښتنه دا وه چی کله يو زوی دی پلار په ژوند مړ شی او ډيرغريب هم وي او له هغه مثلاپنځه بچیان پاتی شي او د مړی پلار ډير بډای وي دا بډای پلار خپل نورو اولادونو ته میراث ورکوي خو هغه بیچاره ګی چی مړ دی او اولادونه یی خوار او زار دی ولی شریعت ورته هیڅ برخه نه ورکوي ؟؟؟ په درناوي
محمدي – سويډن
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
اول :
د اسلامي شريعت په ټولو احکامو او حدودو کې عدل دی ، د ميراث ويش هم د عدل له مخې ټاکل شوی دی .
کچېرې يو کس وفات شي زامن او لمسيان يې موجود وي ، نو د دغه کس مال د لمسيانو په موجوديت کې زامنو ته ميراثيږي او لمسيان د ميراث څخه محروميږي ځکه زامن په قرابت کې نږدې دي نظر لمسيانو ته .
او کچېرې د زامنو پر ځای لمسيان وي نو په دې صورت کې لمسيان د زامنو حکم لري د زامنو په مثل ميراث وړي .
مګر که د وفات شوې په زامنو کې کوم کس وفات شي لکه تاسې چې اشاره ورته کړې ده مال يې يوازې زامنو ته ميراثيږي کاکاګانو ته يې څه نه رسيږي په هغه صورت کې چې نارينه اولاد ولري .
لقوله سبحانه وتعالی : يُوصِيكُمُ اللّهُ فِي أَوْلاَدِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأُنثَيَيْنِ (النسآء ۱۱ ).
دوهم:
او کچېرې دغه بيچاره ګان کوم چې تاسې اشاره ورته کړې ده بې وسه وي او د خپل پلار څخه څه ورته څه پاتې نه وي نو د هغوی سرپرستي او نفقه ټول د هغوی پر نيکه واجبه ده که هغه نه وي د هغوی پر کاکانو واجب ده .
د اسلامي شريعت داسې نظام دی کچېرې په صحيح توګه تطبيق شي په توګه کې به هيڅوک بې اسرې ، بې سرپرسته او بې نفقې پاتې نشي .
و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب