په اسلامي شريعت کې د زور او اجبار (اکراه ) اقرار هيڅ شرعي حثيثت نه لري :
اکراه پر يو انسان باندې د داسې څه تحمولول چې د انسان فطرت او شريعت هغه نه غواړي په اصطلاح کې انسان په داسې څه مجبرول چې هغه نه غواړي او نه يې قبلوي لکه د هغه ويرول په مرګ باندې ، د هغه وهل او شکنجه کول ، زنداني کول ، يا د هغه مال تلفول ، يا د هغه اهانت او سپکاوی کول او نور . په زور او اجبار کې دا شرط دی چې مجبور کس به په دې غالب ګمان لري چې مجبورونکی کس دا تهديد (ظالمانه کړنه ) عملي کوي فرق نه کوي د کوم کس کومې ډلې ، حاکم او قاضی لخوا وي .
حضرت عمرفاروق رضی الله عنه وايي : که مو څوک وويرول يا مو شکنجه او زولنې کړل هغه د خپل ځان د امن په اړه ډاډه نه دی مجبور او مکروه شميرل کيږي .
د اکراه او اجبار ډولونه :
اکراه په دوه قسمه ده : په خبرو ويلو کې اکراه او جبر او د کوم کار په کولو کې اکراه او جبر .
اول د خبرې اکراه او اجبار :
په خبرو او اقرار کې اکراه او جبر هيڅ شرعي حکم نه لري ځکه څوک چې تر زور او جبر لاندې ونيول شي هغه کس مکلف نه دی . پس که څوک د جبر او اکراه په صورت کې د کفر کليمات ووايي هغه نه ورباندې نيول کيږي يا په هغه د زور او جبر له لارې د نکاح يا تجارتي معاملې عقد وشي هيڅ اعتبار نه لري په دليل د دغه آیت کريمه :
اين آيه است:” مَن كَفَرَ بِاللّهِ مِن بَعْدِ إيمَانِهِ إِلاَّ مَنْ أُكْرِهَ وَقَلْبُهُ مُطْمَئِنٌّ بِالإِيمَانِ وَلَـكِن مَّن شَرَحَ بِالْكُفْرِ صَدْرًا فَعَلَيْهِمْ غَضَبٌ مِّنَ اللّهِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ (۱۰۶ النحل ) .
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : “رفع عن أمتي الخطأ والنسيان وما استكرهوا عليه “(رواه ابن ماجة والبيهقي ) .
يعنې زما د امت خطاء ، هيره او اجبار نه ليکل کيږي ، يعنې څوک چې د خطاء ، هيرې او اجبار له مخې څه وکړي شرعاً په هغه نه نيول کيږي .
ابن ابی شيبه له حسن څخه او عبدالرزاق پخپل تفسير کې له معمر څخه نقل کوي چې :
مسيلمه کذاب دوه کسان ونيول د هغوی څخه يې يو کس ته وويل : د محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم په باره کې څه وايې ؟ هغه وويل : محمد د الله تعالی رسول دی . ويې ويل زما په باره کې څه وايې ؟ ويې ويل ته هم رسول يې . هغه کس يې خوشی کړ . بل ته يې وويل : د محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم په باره کې څه وايې ؟ هغه وويل : محمد د الله تعالی رسول دی . ويې ويل زما په باره کې څه وايې ؟ هغه وويل کوڼ يم . دری ځلې يې دا سوال تکرار کړ هغه همدا ځواب ورکړ . مسيلمه هغه په قتل ورسولو .
د دې دواړو کسانو خبر رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ورسيد ، ويې فرمايل : اول کس د الله تعالی له رخصت او اجازې څخه استفاده کړې او دوهم کس حق ښکاره کړی دی او پر حق يې عمل کړی دی .
دوهم په زور او جبر د يو عمل تر سره کول :
په زور او جبر د يوه عمل تر سره کول په دوو قسمونو تقسيم شوي دي
۱- د هغه عمل ارتکاب چې د ضرورت پر مهال هغه مباح دي .
۲- د هغه عمل ارتکاب چې د ضرورت پر مهال مباح نه وي .
اول قسم :
لکه د شرابو يا مردارې او يا د خنځير د غوښي په خولو کې زور او اجبار يا نور داسې څه چې الله تعالی حرام کړي وي ددې شيان خوړل او ارتکاب د اکراه او زور په حالت کې مباح دي . حتی که د هغه له خوړلو بغير نجات نه وي د ځنو علماؤ په نزد يې خوړل واجب دي .
لقوله سبحانه وتعالی : وَلاَ تُلْقُواْ بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ (۱۹۵ البقره ) .
دوهم قسم : لکه په زور او جبر د يو کس قتل ، وهلو ، د مال تباه کولو . قرطبی رحمه الله وايي : د علماؤ په اجماع که څوک يو کس د چا پر وژلو باندې مجبور کړي هغه ته حق نشته چې قتل وکړي يا هغه شکنجه کړي يا د هغه عزت برباد کړي بايد عذاب او شکنجه قبول کړي خو د هغه د پاره حلال نه دی چې بل کس د خپل ځان قرباني کړي . بايد د الله تعالی څخه د دنيا او آخرت عافيت وغواړي .
منبع : فقه السنه