حسان مجاهد
نن سبا چې په ټولنیزو رسنیو کې کوم سریالونه، فلمونه او ډرامې خپریږي، که په هره بڼه وي، له بد اخلاقیو خالي نه دي، لکه د ښځو بې پردګي، ناروا اختلاط، موسیقي او فاحشي منظرې.
په دې ډرامو کې د ناروا مینې او عشق کیسې، د بې حجابي صحنې، د مېړه او مېرمنو ترمنځ خیانت او نور ورته موضوعات په پراخه توګه ښکاره کېږي.
همدارنګه په دې خپرونو کې ناروا اړیکې عادي ښودل کېږي، زنا جواز مومي، او د بې حیايۍ موضوع د پرمختګ په نوم وړاندې کېږي.
کوم څوک چې په دې سریالونو او خپرونو پراخ لګښتونه کوي، یوازینی هدف یې داده چې زموږ ځوانان د الله تعالی له لارې واوړي، له لوړو اهدافو لاس واخلي، او یوازې د خپلو خواهشاتو غلامان پاتې شي.
د بهرنیو فلمونو او سریالونو لیدل په اسلامي عقیده او اخلاقو باندي لوی خطر دی، ځکه دا خپرونې د اسلامي اصولو تابع نه دي، او د دې فلمونو تولیدونکي د اسلام اصولو ته هیڅ پابند نه دي. ځینې چینلونه چې مخکې تړل شوي وو، اوس خلاص شوي دي او زنا پکې په ښکاره او وړیا توګه ښودل کېږي.
د دې سربېره، داسې ډرامې ډېرې اوږدې وي، چې ځینې وختونه یې شمېر تر ۳۰۰ برخو رسېږي. خو بیا هم ښځې او نارینه دواړه، د دې خپرونو لیدلو ته لیوالتیا لري، د هغوی وختونه پېژني او د بیا خپرولو وختونه یې په یاد لري.
دا خپرونې د نفساني غوښتنو دروازې پرانیزي، ارزښتونه او اسلامي اخلاق زیانمنوي، او داسې چاپیریال وړاندې کوي چې په ښکاره ډول غیر اسلامي او غیر اخلاقي دي.
خطرونه:
په دې ډرامو کې داسې صحنې وي چې پکې د نامشروع اړیکو د سپکاوي په ځای ستاینه کېږي. د زنا او فحاشۍ په وړاندې بې پروايي ښودل کېږي او دې ته په خورا عادي توګه کتل کېږي. خلک داسې روزل کېږي چې ناروا کړنې عادي وګڼي. د دې ترڅنګ ځینې عربي ډرامې د دې فساد په برخه کې لا زیاتې مخکې دي.
پایله:
دښمنانو د دې وسايلو خطر ته پام کړی دی، او د فاسدو رسنیو په وسیله یې د مسلمانانو فکرونه زیانمن کړي دي. دا د مسلمانانو سیمې نه، بلکې د هغوی ذهنونه استعماروي، موږ د داسې یرغل سره مخ یو چې نه ټانکونه لري او نه الوتکې، بلکې دا د شهواتو، فحاشۍ، او ناوړه فلمونو یرغل دی.
په پای کې باید ووایم، چې د دې بدمرغیو مخنیوی زموږ په لاس کې ده، نو موږ باید د دې فاسدو رسنیو او خپرونو پر وړاندې هوښیار پاته شو او د خپلو کورونو دروازې باید د دې فاسدو رسنیو پر وړاندې وتړو خپل ځوان نسل د فتنو او فسادونو له دې خطرناک طوفان څخه وژغورو.