د زنې لاندې برخه او غومبوري په ږيره کې شامل دي ؟

د زنې لاندې برخه او غومبوري په ږيره کې شامل دي ؟

ستاسی ټولو همکارانو ته دښه ژوند او سلامتیا غوښتونکی یم خدای دی درته دراز عمر در کړی تر څو د مسلمانو وروڼو پوښتنو ته په ښه شکل ځوابونه ورکړی زه یو لرم : دا چی ژیره پریښودل واجب دی خو دمری یا حلقوم نه پورته او دمخ کاسی نه لاندی یعنی په ستونی برخه کی  چی کومه ژیره ده دهغی خریل روا دی که نه او بل غومبورو باندی چی کوم دژیری ویښته دی تریوی اندازی یی خریل راوادی که نه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په موسوعة الفقهية کې راغلی چې ږيره عبارت له : الشَّعْرُ النَّابِتُ عَلَى الْخَدَّيْنِ وَالذَّقْنِ .

يعنې : هغه ويښتان چې د دواړو غومبورو اړخونو يا د مخ دواړه ازخونه او زنه باندې شنه شوی وي .

ابن عابدين وایي : الشَّعْرُ النَّابِتُ عَلَى الْخَدَّيْنِ مِنْ عَذَارٍ ، وَعَارِضٍ ، وَالذَّقْنِ

يعنې : هغه ويښتان چې په د مخ په دواړو اړخونو له غومبورو ، د غوږو مخې ته او زنه باندې شنه شوي وي .

د زنه لاندې حصه هم په ږيره کې شامله ده : الذَّقْنُ وَالذَّقْنُ : مُجْتَمَعُ اللَّحْيَيْنِ مِنْ أَسْفَلِهِمَا (لسان العرب ) .

همدارنګه د لاندنی شنډې ږېرکۍ هم په ږېره کې شامله ده او فتاوی هنديه وايي چې د هغه ايستل بدعت دی :

وَنَتْفُ الْفَنِيكَيْنِ بِدْعَةٌ وَهُمَا جَانِبَا الْعَنْفَقَةِ وَهِيَ شَعْرُ الشَّفَةِ السُّفْلَى (فتاوي الهندية ۵/۳۸۵ ) .

اللِّحْيَةُ لُغَةً : الشَّعْرُ النَّابِتُ عَلَى الْخَدَّيْنِ وَالذَّقْنِ ، وَالْجَمْعُ اللِّحَى وَاللُّحَى . وَرَجُلٌ أَلْحَى وَلِحْيَانِيٌّ : طَوِيلُ اللِّحْيَةِ ، وَاللَّحْيُ وَاحِدُ اللَّحْيَيْنِ وَهُمَا : الْعَظَمَاتُ اللَّذَانِ فِيهِمَا الأَسْنَانُ مِنَ الإِنْسَانِ وَالْحَيَوَانِ ، وَعَلَيْهِمَا تَنْبُتُ اللِّحْيَة. وَاللِّحْيَةُ فِي الاصْطِلاحِ ، قَالَ ابْنُ عَابِدِينَ : الْمُرَادُ بِاللِّحْيَةِ كَمَا هُوَ ظَاهِرُ كَلامِهِمُ الشَّعْرُ النَّابِتُ عَلَى الْخَدَّيْنِ مِنْ عَذَارٍ ، وَعَارِضٍ ، وَالذَّقْنِ

(موسوعة الفقهية ۲۵/۲۲۲، حايشه ابن عابدين ۱/۶۸ قاهره ) .

خلاصه : د مخ دواړه ازخونه غومبوري ، زنه او د زنې لاندې حصه ، د لادنی شنډې ږېرکۍ او د غوږونو مخې دواړه طرفونه په ږيره کې شامل دي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.