د زلزلې عوامل / لومړۍ برخه

ليکوال: صفت الله صفت

څرنګه چې ډیر ځله دطبعي پیښو  دعواملو په هکله د ديني اومعاصرو ساينسي علماوو ترمنځ دنظر اختلاف موجود وي؛ دغه اختلاف عام وکړي ډیری وختونه نا مناسبو بحثونو او کله جنګ جګړو ته رسوي، نو له دې امله اړینه ده چې دزلزلې د رامنځ ته کیدو په ديني او ساينسي عواملو بحث وکړو او ددوی ترمنځ شته اړیکې وڅیړو.

په دې ځای کې داخبره ډیره داهمیت وړده چې دواړه عوامل په حقیقت کې  سره یو دي.  دساينسي عواملوپلټونکی دا نه وایي چې مونږ دا نه منو چې طبعي حوادث ددې آیت (ما کان الله لیظلمهم و لکن کانوا أنفسهم یظلمون) دمفهوم خلاف دي بلکې وایي چې مونږ دزلزلې درامنځ ته کیدو میکانیزم مطالعه کوو.

ددې لپاره چې داموضوع ښه څرګنده شي؛ نوموړی عوامل په لاندې دوه برخو کې مطالعه کوو.

ديني اومعنوي عوامل

ددې لپاره چې دزلزلې په معنوي عواملو پوه شو؛ لومړی باید دقرآن کریم ځنې آیتونو ته متوجه شو.

  1. (یا آیها الذین اتقوا ربکم إن زلزلة الساعة شئ عظیم) ژباړه: ای خلکو  دخپل رب له عذابه ځان وساتئ (ووریږئ) بیشکه چې دقیامت زلزله یو ډیر لوی شي دی.

له دې ځایه پوهیږو چې وړې زلزلې انسان ته د آخرت لویه زلزله ورپه یاد کوي، نو انسان باید له هغه څخه پند اوعبرت واخلي.

  1. (ما کان الله لیظلمهم و لکن کانوا أنفسهم یظلمون) له دې ځای څخه معلومیږي چې هره حادثه چې دانسان ذهن یی د ضرر او تاوان په شکل تحلیلوي په حقیقت کې یی دوی په خپله په ځان کوي.
  2. (فکیف إذا أصابتهم مصیبة بما قدمت أیدیهم) دا آیت هم په ډیرو څرګندو ټکو کې دا وایی چې انسان ته چې کوم مصیبت رسیږی دا هغه څه دی چې دوی مخکې په خپلو لاسونو سره کړی دی.

ژباړه: او هیڅ کلي(ښار) ته مو کوم پیغمبر نه دی لیږلی مګرداچې دهغه اوسیدونکی مو په کړاوونو اوستونزو نیولی، ددې لپاره چې زاری وکړی. بیامو دبد حالۍ ځای په سوکالۍ بدل کړی، ترهغه چې ښیرازه شول او داوینا یی پیل کړه چې: زمونږ پر پلرونو هم کړاوونه او سوکالۍ راغلې وې، نو په داسې حال کې مو نا څاپی ونیول چې په خیال کې یی نه ګرځیده.

دلته دیو سرکښ او باغی ولس سره دمعاملې په هکله الهي تغیر نه منونکی سنت بیان شوی اوهغه داچې کله هم دالله د آزمیښتونو(سختیو،تکلیفونو) په لړۍ کې باغیان نه دي اصلاح شوي؛ له کبر او غرور څخه یی لاس نه دی اخیستی. د ابتلاء  بله لړۍ (آساني،ثروت) پیل شوی. اوس هغه قوم چې دغه الهی آزمیښتونه یی یو طبعي بهیر ګڼلی؛ په غرور او تکبر سره یی ویلي چې داسې ښې اوبدې خو زمونږ په پلرونو هم راغلې وې او داخبرې دخلکو دعقیدې او عمل سره کومه اړیکه نه لري نو دغه مهال په داسې حال کې الهی عذاب پرې نازل شو چې په خیال کې یی هم نه ګرځیده.

همدارنګه په پخوانیو قومونو باندې د تول(کیل) دکمولو په پایله کې په هغوی باندې زلزله شوی ده.

د قرآن کریم د داسې ښکاره دلایلو په لیدو سره اړینه ده چې انسانان الله  د د ې کایناتو د مدبر په حیث قبول او دهغه ثناء او صفت بیان کړی او په دې پوه شي چې دزلزلې عامل طبیعت نه بلکې د الله د ارادې مطابق دانسانی کړنو پایلې دی چې دسببیت او مسببیت دقانون له مخې د ځمکې په ژورو کې د تغیر او تحول په پایله کې رامنځ ته اودبشری ټولنو لپاره آزمیښتونه دی او لاندې  ځانګړی اهداف لری.

دټول بشریت په کچه ګټه: مونږ په سطحي نظر سره د یو ځانګړی ځای لپاره زلزله ضرر ګڼو خو دغه ضرر په حقیقت کې نسبي شکل لریي؛ یعنې دټول طبیعت په پرتله بیا همدغه ضرر کیدای شي، ګټه وی.

دانسانی وړتیا لوړول: دانسانانو ځنې مادي او معنوي وړتیاوې هغه وخت راڅرګندیږی چې له ستونزې سره مخ شي. قرآن کریم هم په دې مطلب باندې تاکید کوي چې دهرې سختۍ او ستونزې په لمن کې آسانۍ او فرصتونه نغښتي وي.

د انسانانو بیدارول: ډیرې ستونزې انسانان دراتلونکو ناورینونو دزیان دکمولو لپاره بیداروي.

دالهی نعمتونو دقدرپیژندل:زلزله او نور طبعي حوادث هغه مغرورو انسانانو ته دا وریادوي چې دا د دنیا مال، اولاد، وسایل او نور هرڅه الهي نعمتونه دی چې تاسې ته یی پیرزو کړی دی خو څوک چې ناشکری کوی اود تکبر لاره غوره کوی الله ته یی زوال ډیر آسانه دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.