كله چې د یو چا پلار وفات شي او دوی صغیران پاتې شي خو د صغیرانو تره ژوندی وي نو ایا صغیران میراث وړلی شي او کنه ؟
یعنې د تره په موجودیت کې صغیر وراره میراث وړلی شي ؟
احمد
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د مړي د فرع يا اولاد په موجوديت کې (په شرط ددې چې په اولاد کې نارينه موجود وي) کا کا حجب کيږي يعنې ميراث نشي وړلای ، د پلار ټول مال خپل اولاد ته په ميراث پاتې کيږي .
او د اولاد تر مينځ داسې تقسيميږي چې نارينه د ښځينه په نسب دوې برخې اخلي .
يُوصِيكُمُ اللّهُ فِي أَوْلاَدِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأُنثَيَيْنِ …(النسآء ۱۱ ) .
ژباړه : ښوونه کوي الله تعالی تاسې ته د اولادونو د ميراث په هکله چې : د نارينه برخه د دوه ښځو په انډول ده .
لا يرث عم شقيق فى وجود الفرع الوارث المذكر – مثل الإبن أو ابن الإبن وإن نزل (المواريث – فقه حنفي ) .