د رکعت نيولو په نيت جومات ته منډې وهل څه حکم لري؟

زيات مسلمانان په دې کې حريص وي تر څو د لمانځه کوم رکعت له لاسه ور نه کړي او کله چې پوه شي چې جماعت ولاړ دي په ټېزی او منډو منډو جومات ځي ددې عمل حکم څه دی ؟

ځواب : بيړه او منډې وهل نا مناسب او مکروه کار دی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «إِذَا أَتَيْتُمُ الصَّلاةَ فَعَلَيْكُمْ بِالسَّكِينَةِ، فَمَا أَدْرَكْتُمْ فَصَلُّوا، وَمَا فَاتَكُمْ فَأَتِمُّوا»[1]

په آرامۍ او وقار سره لمانځه ته ځئ هر مقدار مو چې له امام سره ونيو هغه مقدار له هغه سره ادا کړﺉ او وروسته د امام له سلام ګرځولو پاتې لمونځ مو تکميل کړﺉ .

[إِذَا سَمِعْتُمْ الْإِقَامَةَ فَامْشُوا إِلَى الصَّلَاةِ وَعَلَيْكُمْ بِالسَّكِينَةِ وَالْوَقَارِ، وَلَا تُسْرِعُوا؛ فَمَا أَدْرَكْتُمْ فَصَلُّوا وَمَا فَاتَكُمْ فَأَتِمُّوا][2]

(کله مو چې اقامت واوريد په ارامۍ او وقار سره لمانځه ته ځی ، بيړه او عجله مه کوﺉ ، هر مقدار مو چې له امام سره ونيو هغه مقدار له هغه سره ادا کړﺉ او وروسته د امام له سلام ګرځولو پاتې لمونځ مو تکميل کړﺉ)

سنت ده چې انسان په پوره سکون او خشوع سره جومات ته لاړ شي او په معمولې قدمونو اول صف ته ځان ورسوي .

فتاواي اسلاميه (1/218 – 219)- البدالحرام

دعوت نیوز.کام


[1]. بخاري (635) و مسلم (603)

[2] بخاري (635) و مسلم (603)

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.