اسلام علیکم که د روژی په میاشت کی یو سوک په سفر او توله میاشت روژی تری پاتی او بیا وروسته مثلا شل روژی یی ونیولی او پاتی لس روژی یی لس ورزی وروسته ونیولی یعنی چی وقفه په کی راشی . او بغیر د کوم مجبوریت دا وقفه راشی نو سه حکم لری که رنا پری واچوی مننه به مو وی وسلام
رحمت الله
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د امت په اتفاق کچېرې له چا څخه د څه عذر په وجه لکه : سفر ، مرض ، حيض او نفاس د رمضان روژه قضا شي نو په هغه باندې د قضايي ګرځول واجب دي . لقوله سبحانه وتعالی : فمن كان منكم مريضًا أو على سفر فعدة من أيام أخر (البقره ۱۸۴ ) .
مستحب دا ده چې د عذر له ختميدو وروسته قضايي ادا شي او د بل رمضان تر راتګه پورې قضايي راوړل شي خو د هغه څخه وروسته کول يې په کار نه دي .
د قضايي مسلسل ادا کول واجب نه دي لکن مسلسل او پرلپسې نيول يې افضل دي .
اتفق أهل العلم على وجوب القضاء على كل من أفطر يوماً أو أكثر من رمضان، لعذر شرعي كالسفر والمرض المؤقت والحيض والنفاس، ودليل ذلك قوله تعالى: {فمن كان منكم مريضًا أو على سفر فعدة من أيام أخر} (البقرة:184)، وقول عائشة رضي الله عنها: “كان يُصيبنا ذلك -أي الحيض- فنؤمر بقضاء الصوم ولا نؤمر بقضاء الصلاة” رواه مسلم.
ولكن التتابع أفضل لأنه أشبه بالأداء. وبعضهم أوجب أن يكون القضاء متتابعاً على صفة الأداء، وبعضهم لم يوجب ذلك، وهؤلاء منهم من خير، ومنهم من استحب التتابع، والجماعة على ترك إيجاب التتابع.
مرکز الفتاوی اسلام ويب