ژباړه: خالد منصور هډه وال
۱. هره شپه تر لسو بجو پوري ویده شئ.
۲. د شپې درې بجې راپاڅئ.
۳. د درې نيمو بجو نه تر څلور نيمو بجو پورې د تهجد لمونځ وکړئ.
۴. له څلور نيمو بجو تر څلور دېرشو بجو پورې لږ تر لږه د قرآن کریم لس آیتونه د معنی سره تلاوت کړئ. بیا لس دقیقې دعا ته ځانګړې کړئ، خپلې ټولې اړتیاوې له الله تعالی څخه وغواړئ.
۵. له سهار تر اذان پورې پیشمنی وکړئ او د سهار لمونځ ته چمتو شئ .
۶. د سهار لمونځ پر خپل وخت ادا کړئ.
۷. له شپږو بجو تر شپږنیمو بجو پورې د سهار اذکار وکړئ.
۸. تر اوو نیمو بجو پورې استراحت وکړئ، بیا د ورځې لپاره تیاری ونیسئ.
۹. د نفل لمانځه پابندي وکړئ.
۱۰. له نهو بجو تر یولس نیمو بجو پورې د قرآن کریم تلاوت یا اورېدل وکړئ.
۱۱. د ماسپښین لمونځ پر خپل وخت وکړئ، شل دقیقې اذکار او بیا د قرآن کریم تلاوت وکړئ.
۱۲. د مازدیګر لمونځ پر خپل وخت وکړئ او شل دقیقې اذکار وکړئ.
۱۳. د لمر لوېدو پر مهال روژه ماته کړئ، خپلو بېوزلو، کونډو، یتیمانو ګاونډیانو ته د خوړو مرسته وکړئ. د افطار تر مخه له الله تعالی څخه هر څه حاجت ضرورت او اخرت کاميابه ژوند په دعا کې وغواړئ، بیا د ماښام لمونځ وکړئ.
دعا وکړئ، الله تعالی یې قبلوي.
۱۴. د ماخوستن لمونځ او تراویح وکړئ.
۱۵. د تراویح تر ادا کولو وروسته پنځه دقیقې خپل ورځنی عمل وڅېړئ :
تراويح داسې يو مسجد کې وه کړئ چه لمونځ قرائت په ښه ترتيب سره ادا کوي .
نن مې څه ښه کارونه وکړل؟
کومې چارې باید لا ښه کړم؟
کومې تېروتنې باید پرېږدم؟
څنګه کولی شم چې لا ښه شم؟
صدقې ته پاملرنه وکړئ.
الله تعالی دې موږ ته روغتیا، تندرستي او پیاوړی ایمان راکړي، ترڅو د روژې د مبارکې میاشتې حق ادا کړو. آمین.