د روژې د کفارې شرعي دليل څه دی؟

سلامونه او نیکی هیلی تاسو ته وړاندی کوم دیره مننه ستاسو کمکونو نه چی خلکو سره کوی او د هغوی مشکلات حلوی الله دی اجر او ثواب درکړی. محترمه زه یو سوال لرم هیله ده چی زر تر زره جواب راکړی چی د زه ورسره د خلکو مشکل حل کړم. سوال می دادی چی که یو انسان قصدأ یوه روزه وخوری نو هغه به دوه میاشتی روزی نیسی ددی خبری ثبوت د قرانکریم کی کوم سورت او ایات کی شته هغه ایات او یا سورت ماته راوخایه. دیره مننه کومه ستاسو د مهربانی نه

خور

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د روژې د قصدي خوړلو کفاره د رسول الله عليه وسلم په نص باندې ثابت ده .

ابی هریرة رضی الله عنه روايت کوي چې د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم حضور ته يو کس راغی ويې ويل : هلاک شوم يا رسول الله ، ويې فرمايل : په څه هلاک شوې ؟ ويې ويل : په رمضان کې له خپلې ميرمنې سره يو ځای شوی يم (جماع مې ورسره کړې ده ) ، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :

هل تجد ما تعتق رقبة؟ قال: لا ، قال: فهل تستطيع أن تصوم شهرين متتابعين؟ قال: لا، قال: فهل تجد ما تطعم ستين مسكيناً؟

ژباړه: آيا غلام لرې چې آزاد يې کړې ؟ ويې ويل : نه ، ويې فرمايل : آيا ددې توان لرې چې دوې مياشتې پرلپسې روژه ونيسي ؟ ويې ويل : نه ، و يې فرمايل : آيا دومره څه لرې چې ۶۰ مسکينانو ته طعام ورکړې ؟

جاء في فقه الاسلامي وادلته :

ودليل إيجابها: حديث أبي هريرة قال: جاء رجل إلى النبي صلّى الله عليه وسلم ، فقال: هلكتُ يا رسول الله ، قال: وما أهلكك؟ قال: وقعت على امرأتي في رمضان، قال: هل تجد ما تعتق رقبة؟ قال: لا ، قال: فهل تستطيع أن تصوم شهرين متتابعين؟ قال: لا، قال: فهل تجد ما تطعم ستين مسكيناً؟

ثلاثة: عتق، وصيام، وإطعام، مثل كفارة الظهار والقتل الخطأ في الترتيب عند الجمهور، فإن عجز عن العتق بأن لم يجد رقبة فصيام شهرين متتابعين، فإن لم يستطع صومهما أطعم ستين مسكيناً

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.