د روژې د فديه په باره کې څو پوښتنې

که چیری یوشخص روژه خوری چی نیولی ئی نشی پدی چی عمرئی زیات دی او داکترورته وائی چی روژه نیول دی صحت ته ضررلری، آیا ددغه شخص فدیه ورکول د کمکی اختر نه مخکی یا وروسته او بله داچی کومو مستحقو کسانو ته که چیری خپلوان که غریب وی هغوی ته اجراوثواب لری که یه او بل داچی مقدار ئی په اوسنی وخت د کابل کی؟

وهاب الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د احنافو په نزد فديه د هغه چا لپاره ده چې بډا وي د روژې نيولو توان نه لري يا داسې مريض وي چې د جوړيدو هيله يې نه وي ، مګر که وروسته روغ شول د رواشژې قضايي به ادا کوي ( فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۶ ص ۳۱۲ ) .

د روژې فديه د هرې ورځې جلا هم ادا کولای شي د ټولې مياشتې په يو ځل د روژې په آخر کې هم ادا کولای شي مګر د روژې نه وروسته هغه د قرض او دين حکم لري ادا کول يې واجب دي ځنډول يې ګناه ده .

د فديې مقدار د سريایې مقدار دی يعنې د هرې ورځې روژې په بدل کې به نيم صاع غنم چې 1.65 کلوګرامه کيږي يا د هغه قيمت ادا کوي .

فديه به د زکات او صدقاتو مستحقينو ته ورکول کيږي لکه : فقير ، مسکين ، بې وسه مسافر ، مجاهد ، بندې ، قرضدار …

او که خپلوان مستحق وي هغه يې ورکول هنوز افضل دي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.