ټولو لوستونکو او کارکونکو ته اسلام علیکم ورحمت الله ورکاته!
د قدر وړ مولوی صاحب زما دی پوښتنی ته هیله ده ځواب یی راکړی تر څو ټول لوستونکی ور څخه ګټه واخلی.

د روژی په میاشت کی د شپی له طرفه یعنی د روژه ماتی څخه وروسته تر منی پوری د خپلی میرمنی سره کوروالی (جماع) کولو حکم څنګه دی ؟ او د هغه وروسته که غسل به تيمم او اودس هم به تيمم د نورو کسانو له ويري چي بوه نه شي او بيا سهار ناوخته غسل وکړي ايا صحت لري .
په درناوی
په درناوی
الجواب ومنه الصواب
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم
محترمه وروره ددې پوښتني جواب په مخکي فتواګانوکي هم تېرسويدئ چي روزه رواسوه بياترصبح صادقه پوري هرهغه شي چي دروژې په سبب ممنوع وي روادئ ، که خورک اوچشاک وي اوکه جماع وی ـ
که سړي په روژه کي دشپې لخوا له ښځي سره جماع وکړي نودسهاردلمانځه لپاره ضروربايدغسل وکړي له خلګوڅخه شرم کول په دې باره کي ډېربې معني کاردئ ـ
هوداسي مسئله په کتابوکي راځي چي که يوسړي دبل چاکره مېلمه سي اودشپې په خوب کي احتلام ورسي اوبيادغه سړي له دې څخه وېرېږي چي که چيري زه غسل وکړم نوددغه کوروالابه پرماباندي غلطه اشتباه وکوی نوپه دغه وخت کي وده ته رواده چي لمونځ په تيمم سره وکړي اوبيابل وخت غسل وکړي ـ
والسلام ـ

دارالافتاء ابوالفضل ـ