د روسيه نجلۍ د اسلام راوړلو عبرتناکه قصه (لومړی برخه )
که څه هم دا قصه مخکې تيره شوې ده مګر د عبرت څخه ډکه قصه ده نو ځکه مو دا قصه پښتو ته را وژباړله :
دغه قصه تاسې ته وړاندې کوم ، هغه قصه چې بايد هغه پخپله حافظه کې وساتئ او هغه خپلو ميرمنو ، خوندو او لوڼو ته ورسوﺉ تر څو هغه پخپل دوماغ او عقل کې وساتي تر څو ټول په دې باندې پوه شي چې د الله تعالی دين کامیاب او لوړ دی که څه هم د هغه پيروان کمزورې وي ، بې وسه وي او د دوی چاپير نور د توحيد او قبلې واله نه وي ، لکه په دې قصه کې يو نوې مسلمان شوی روسۍ چې په عربي ژبه هم نه وه بلده مګر داسې لاره يې طی کړی ده چې د هغه طی کول د نارينه د پاره هم مشکل دي .
اصل قصه : دا ښځه له روسيې څخه راغلی وه هغه د څو نورو ښځو سره يو روسي تجار د خليج هيواد ته د کار کولو په بهانه راوستې وې
کله چې تجار د خليج هيواد ته ورسيد دوی ته يې ويې ويل : تاسې اوس دلته راغې ياست تر څو ډيرې پيسې په لاس راوړې دا هغه ځای دی چې خلک يې بې حده مالدار دي او بې حسابه مصرف کوي .
اوس ستاسې نظر د ځان خرڅولو او فحشآء په اړه څه دی ؟
هر کومه د تاسې چې اراده وکړي نو ډير دولت به په لاس راوړي او د خپل چل او فريب په ښکاره کولو يې پيل وکړاو تر يوه حده يې هغوی خپلو شيطاني نظرياتوقبلولو ته چمتو کړی ځکه د دوی سره کومه ايماني او اخلاقي قوه نه وه چې د هغه په وسليه ددې کار څخه مانع شوی وای او بل دا چې هغوی د فقر سره مخ وو چې دوی يۍ دې کار ته اړ کړلې .
مګر يوې ښځې دا کار قبول نه کړ روسي سوداګر د مسخرې په توګه هغه ته وويل : ته به په دې هيواد کې له مينځه ځي ځکه يوه ته يې او يو دې جامې دي او بس او زه تا ته هيڅ شی هم نه درکوم .
هغې ښځې په فکر او سوچ وهلو پيل وکړ چې څه وکړم .
هغې په هوښيارې سره تصميم ونيو داسې چې : خپل پارسپورت يې له ځانه سره واخيست او له کور څخه وتښتيده
دا ښځه اوس له چا سره مخ کيږي .
د قصې ويونکې داسې قصه کوي : زه له خپلې مور او دوو خوندو سره په سړک روان وم چې ناګهانه يوه ښځه په منډه زمونږ خواته منډې راوهي او په خبرو کولو يې شروع وکړه مګر په روسي ژبه ما هغه ته وويل چې زه په روسي بلد نه يم هغې وويل په انګليسي بلد ياست ؟ ومې ويل : هو خوشحاله شوه خو خوشحالی په غم او ژړا کې نغښتې وه .
ويې ويل : زه روسۍ ښځه یم او زما قصه داسې …. ده زه له تاسې نه غواړم چې ماته د څه وخت د پاره ځای راکړﺉ تر څو زه وتوانیږم د خپل کور سره تماس ونيسم او د خپل کار په اړه تصميم ونيسم .
مونږ هم ددې ښځې په باره کې مشوره کول پيل کړ چې ايا هغه قبوله کړو او که نه او ايا هغه به رښتيا همداسې وي او يا به فراري ښځه وي بلاخره مو مشوره په دې شوه چې هغه کور ته را سره بوزو .
کله چې کور ته ورسيدو هغې د خپل کور سره اړيکه نيول پيل کړل مګر د هيواد کرښې يې قطع وې ډير کوښښ يې وکړ مګر ګټه يې ونه کړه .
زما خوندو د هغه سره د يوې خور په شان سلوک کول پيل کړ او هغه يۍ د اسلام طرف ته دعوت کړه هغې دعوت نه قبلولو ځکه هغه د ډیر متعصب کورنۍ چې د ارتدوکس پورې تړلې وو له اسلام سره يې ډيره کنه لرله .
کله کله به له هغه څخه نا هېلې شوو مګر ډير کوښښ او اصرار نا هېلي ته ځای نه ورکوي .
خالد وایی : ما به هم کله په بحث کې له خپلو خوندو سره کومک کولو او کله به زه خپله مستقيم بحث ته ور داخل شوم .
يوه ورځ د دعوت کتاب پلورنځی ته ورغلم او له هغوی څخه مې په روسي ژبه د اسلامې دعوت کتاب وغوښت .
د کتابخانی مسئول وايي : يو ځوان دلته راغی او ما ته يې وويل : ايا د اسلام په باره کې په روسي يا انګلیسې ژبه کتابونه لرﺉ ؟
ومې ويل هو : کتابونه لرم خو کم دي او څومره چې لرم هغه به درکړم او ته کولای شي اوه يا لس ورځې ورسته راشی تر څو زه تاته نور کتابونه درکړم ، څه کم کتابونه يې له ځانه سره واخيستل او لاړ .
څه وخت وروسته بیا راغی چې څلور ښځې هم ور سره وې د هغوی څخه دری په حجاب باندې پټې وې او يوې حجاب نه لرلو او ويښتان يې لوڅ وو .
له خالد څخه مې وغوښتل تر څو هغوی د ښځو د انتظار اتاق ته رهنمايي کړي . ورسته هغه ما ته راغی او ويې ويل : دا روسۍ ښځه ده چې قصه داسې او هغسې ده او زه يوه هفته مخکې دلته راغلی وم څه کتابونه مې له تاسې څخه وړې وو اوس راغلم چې څه نور کتابونه او کسيت يوسم ځکه ما هغه ته اسلام وړاندې کړاو هغه کم کم د اسلام قبولو په حال کې ده هغه ته مې ويلي دي چې که اسلام راوړې واده تر سره کوم.
د کتاب پلورځې مسئول وايي : نور کتابونه يې هم له ځانه سره يوړل او څه وخت وروسته راغی او ما ته يې خبر راکړ چې هغه ښځه مسلمانه شوه او اوس غواړي چې خپل دين ښکاره او څرګند کړي
کله چې هغې اسلام اعلان کړ خالد ته مې د خوندو يوه ډله معرفی کړه چې هغوی د قرآنکريم په برخه کې لوړې زده کړی کړې وی تر څو د نوې مسلمانی خور سره مرسته وکړي .
څه وخت وروسته خالد او ميرمن يې د ازدواج د سند راوړلو د پاره راغلل او ما ته يې وويل زېرې راکړه ما او هغه واده وکړ.
د کتابخانې مسئول وايي : هغه څه چې زه يې حيران کړلم د ښځې مکمل حجاب وو چې د بدن هيڅ حصه يې هم نه ښکاريده ، ددې بدلون په اړه مې له خالد څخه وپوښتل :
هغه وويل :
د واده نه پس زه او هغه د څه ضرورياتو د پاره بازار ته لاړو ميرمنې مې د کامل حجاب واله ښځې وليدې او هغه ډير حيرانه شوه او ما ته يې وويل : څنکه دې ښځو دا رنګه جامې اغوستې دي ؟ ايا د هغوی په بدن کې څه عيب دی چې ځان يې ورباندې پوښلی دی ؟
په اسلامې غيرت سره مې ځواب ورکړ نه . دې ښځو حجاب اغوستی دی کوم الله سبحانه وتعالی د خپلو بندګانو د پاره ټاکلی او رسول الله صلی الله عليه وسلم په هغه باندې دستور ورکړی دی .
هغې د کم فکر او سوڅ کولو وروسته وويل هو دا همغه اسلامې حجاب دی .
ومې ويل له څه پوه شوې ؟ ويې ويل : زه چې اوس هر تجارتي ځای ته ورځم د خلکو سترګې مې بدن دردوي داسې چې بدن مې غواړي پارچه پارچه او ټوټه ټوټه شي نو بايد خپل بدن پټ کړمه او بايد زما بدن فقط خپل خاوند وويني او بس زه به له دغه بازار څخه ونه وځم مګر په حجاب کې .
خالد وایي : په خدای قسم مجبور شوم تر څو هغه ته حجاب واخلم تر څو هغه خپل ځان پټ کړي ( واقعاً چې حيا د ايمان برخه ده ، په کوم بدن کې چې ايمان وي په هغه کې حيا هم وي )
د مسکو په لورې او د کلک صبر او استقامت درسونه :
نور بيا ……………
آن لاين اسلامې لارښود
که د آنلاين اسلامې لارښود په ژباړو کې څه خاليګاوې او مشکلات وي د هغه پخښنه غواړو .
ګر چې ددې کارونو د پاره مو پوره استعداد نه لرلو خو ايماني ولولو مجبور کړي يو تر څو چوپ پاتې نه شو