د رمضان په آخري جمعه د قضا شويو لمونځونو کفاره

د اسلامی لارشود قدرمنو کارکوو نکو السلام علیکم ورحمة الله …. خدای دوکړی چه تردامهاله روغ جوړ اوخوشحاله یاست محترمو! یوه پوشتنه ده هغه داچه زمونز په کلیوالو سیمو کی می داخبره اوریدلی چه دروژی مبارکی میاشتی په اخرنۍ جمعه کشی ( دوروستۍ جمعی په ورځ) دتیر پوره کال دقضایی لمنخونو قضایی را ګرخیدلای شی ( دقضایی په نیت سره به پنخه واړه لمونځونه کول) ددی کفایت کوی که څه هم په دی اړه می له علماوو څخه بوشتنه نه ده کړی اونه هم راته کومه مسءله معلومه ده نو شه می وګڼله ترڅودا پوشتنه له تاسوته وړاندی کړم ترحوددی په اړه صحی معلومات ولرم هیله ده جواب پوره راکړۍ؟ به درناوي

ابوبکر حقيار

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دا مسئله په اسلامي شريعت کې هيڅ اصل نه لري چې که څوک د رمضان په آخري جمعه کې څلور رکعته لمونځ وکړي هغه د پاره د ټول عمر قضا شويو لمونځونو کفاره کرځي ، په دي اړه چې کوم حديث په خلکو کې مشهور شوی دی موضوع دی هيڅ اصل نه لري او هغه موضوع حديث دا دی :

“من صلى في آخر جمعة من رمضان الخمس الصلوات المفروضة في اليوم والليلة، قضت عنه ما أخل به من صلاة سنته”.

“الفوائد المجموعة في الأحاديث الموضوعة” (ص 54)، للشکاني رحمه الله .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.