د رمضان المبارک د استقبال د پاره (10) وسائل

۱- صادقانه توبه :

توبه ايستل خو هر وخت واجب دي ، مګر د رمضان المبارک د راتګ سره سم خاص اهميت لري چې په توبه ايستلو بيړه وکړي : توبه د ده او الله تعالی تر مينځ له ګناهونو ، د ده او خلکو تر مينځ له حقوقو څخه ، او کله چې د رمضان مبارکه مياشت داخله شي په ښه شان په اطاعت او عبادت کې د زړه په اخلاص او اطمنان مشعول شي .

الله سبحانه و تعالی فرمايي : ( وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعاً أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ) النور/ من الآية 31 .

(او ای مؤمنانو ! تاسې ټول الله ته توبه وباسئ ، هيله ده چې بری ومومئ )

او جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ( يَا أَيُّهَا النَّاسُ تُوبُوا إِلَى اللَّهِ فَإِنِّي أَتُوبُ فِي الْيَوْمِ إِلَيْهِ مِائَةَ مَرَّةٍ ) رواه مسلم ( 2702 ) .

(ای خلکو ! الله تعالی ته توبه وباسئ ، زه هره ورځ هغه (جل جلا له ) ته سل ځله توبه او استغفار کوم ).

۲- دعاء :

کله چې د رمضان المبارک مياشت را ورسيږي مسلمان به د هغه د پاره د خير، توفيق او په ښه شان روژه نيولو او عبادت کولو او نيکو اعمالو د سر ته رسولو دعا کوي .

لکه څنګه به چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د رمضان نه مخکې داسې دعا کوله : « اللهم بارك لنا في رجب وشعبان وبلغنا رمضان» ( رواه أحمد والطبراني ) .

او کله چې د رمضان مياشت وليدل شي داسې دعا کول په کار دي : « الله أكبر اللهم أهله علينا بالأمن والإيمان والسلامة والإسلام , والتوفيق لما تحب وترضى ربي وربك الله » ( رواه الترمذي , والدارمي , وصححه ابن حيان)

۳- د ددې عظيمې مياشتې استقبال د زړه په اخلاص سره  :

ځکه دا عظيمه مياشت د الله تعالی لخوا د مسلمان د پاره يو ستر انعام دی، رمضان د خير موسم دی، هغه موسم چې د جنت دوازې پکې پرانيستل کيږي د دوزخ دروازې پکې تړل کيږي، دا د قرآن مياشت ده او د مسلمان د پاره د خير او نيکو اعمالو د ذخيره کولو يو لوی چانس دی .

قال الله سبحانه و تعالى : ( قُلْ بِفَضْلِ اللَّهِ وَبِرَحْمَتِهِ فَبِذَلِكَ فَلْيَفْرَحُوا هُوَ خَيْرٌ مِمَّا يَجْمَعُونَ ) يونس/58 .

(او ووايه : دا د الله ښېګنه او د هغه لورونه ده چې دا شی واستوه نو په دې بايد خلک خوشحالي وکړي دا له ټولو هغو شيانو څخه غوره دي چې خلک يې را ټولوي ).

۴– د احکامو او فضائلو زده کړه :

د رمضان المبارک د راتللو سره سم به مسلمان د روژې په احکامو او مسائلو ځان او خپل اهل خبروي او همدارنګه د رمضان المبارک فضائل به لولي تر څو په ښه اخلاص د روژې نيولو او په هغه کې د عبادت او اطاعت کولو ته د زړه په اخلاص چتموالی وښيي .

۵- د الله تعالی حمد او شکر :

د رمضان المبارک په را رسيدلو به مسلمان د الله تعالی حمد او شکر ادا کوي په داسې حال چې دی په صحت جوړ دی او د رمضان المبارک مياشت ورباندې را روانه ده، په بنده باندې د الله تعالی تر ټولو ستر فضل دا دی چې هغه ته د عبادت کولو توفيق ورکړي، کله چې په مسلمان باندې د رمضان مياشت راشي هغه به د الله حمد او شکر څنګه چې د الله (جل جلا له ) له ذات سره مناسب دی ادا کوي او په ډيره خوشحالی به د هغه استقبال کوي  .

۶- د رمضان المبارک په راتګ سره خوشحاله کيدل :

د رمضان المبارک په راتګ سره به مسلمان د خوشحالۍ احساس کوي ځکه دغه ډيره عظيمه د برکت او خيرات مياشت ده، په دغه مياشت کې د الله تعالی رحمتونه نازليږي .

جناب نبی کريم (صلی الله عليه وسلم) به صحابه کرامو ته د رمضان المبارک د راتګ زېری ورکولو او دوی ته به يې فرمايل : «جاءكم شهر رمضان , شهر رمضان شهر مبارك كتب الله عليكم صيامه فيه تفتح أبواب الجنان وتغلق فيه أبواب الجحيم» … الحديث . ( أخرجه أحمد ) .

يعنې : پر تاسې د رمضان میاشت راتلونکې ده، د رمضان مياشت د برکت مياشت ده چې دا مياشت الله تعالی پر تاسې فرض کړې ده ، په دې مياشت کې د جنت دروازې پرانيستل کيږي او د دوزخ دروازې بنديږي .

همدارنګه صحابه کرام او تابعينو به د رمضان المبارک د مياشتې راتګ ته خوشحاله کيدل ځکه دغه مياشت د نيکو کارونو موسم او د رحمتونو د نزول مياشت ده  .

۷- د رمضان المبارک د پاره ټينګ عزم کول تر څو په ښه شان به ژوره نيسم او په دغه مياشت کې به د منکراتو څخه ځان ساتم :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :« مَن لّم يَدَع قَولَ الزُّور وَالعَمَلَ بِه فَليسَ لِلهِ حَاجَةُ ُاَن يَّدَع َطَعاَمَه وَشَرَابَه» .(رواه بخاري )

ژباړه : کوم سړی چه بد کارونه فضولئ خبرې نه پريږدي نو الله تعالی ته د ده د خوړلو او څښلو پريښودو ته څه ضرورت نشته .

د دينوي مشغولتيا څخه لږ تر لږ ځان ګوښه کول او په رمضان مبارک کې د عبادت د پاره د شپې او ورځې يو منظم پروګرام جوړول تر څو د دغه ستر چانس څخه غوره استفاده وشي .

له بده مرغه نن ډير خلک په روژه کې خپل ځان ته ډير مشغوليتونه ګوري تر څو د روژې د لوږې او تندې څخه يې پام بلې خوا ته وي او اخروي اعمالو ته توجه نه کوي .

اصلاً د روژې هدف دا نه دی چې يوازې خوله له څه خوړولو او څښلو وتړل شي بلکې روژه يوه لنډه تربيوي دوره ده څو د خپلو نورو وروڼو له لوږو اوبې وسيو خبر شي اوهمدارنګه په ښو کارونو عادت او له بې ګټی زهرجنو شيطانې اعمالو منع شي .

۸- دعوت الی الله

د خپل وس موافق دعوت الی الله، د اسلامې کتابونو، رسالو، بيانونو او اسلامې مطالبو تقسيمول، رمضان المبارک د دعوت الی الله لپاره تر ټولو ښه موسم دی، د جوماتونو امامان، د مدارسو او مکاتبو استاذانو دې خبرې ته متوجه وي .

۹- د زکات او صدقاتو د پاره چمتوالی :

چا چې مخکې د کال زکات نه وي ادا کړی هغه به خپله پانګه حساب او د زکات د مستحقينو ليست دې چمتو کړي تر څو په دغه عظيمه مياشت کې چې صدقات ډير ثواب لري خپل زکات او صدقات پر مستحقو کسانو وويشي .

ابن عباس رضی الله عنه وايي: «كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم أَجْوَدَ النَّاسِ وَكَانَ أَجْوَدُ مَا يَكُونُ فِي رَمَضَانَ حِينَ يَلْقَاهُ جِبْرِيلُ وَكَانَ يَلْقَاهُ فِي كُلِّ لَيْلَةٍ مِنْ رَمَضَانَ فَيُدَارِسُهُ الْقُرْآنَ فَلَرَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم أَجْوَدُ بِالْخَيْرِ مِنَ الرِّيحِ الْمُرْسَلَةِ». (بخارى:6)

ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم د ټولو خلکو زيات سخي وو او د ده زيات سخاوت نظر بل وخت ته هغه وخت وو چې کله به په رمضان کې جبريل امين ده ته تشريف راوړلو . جبريل عليه السلام به ټول شپه رسول الله صلی الله عليه وسلم سره قرآن تکرارولو، او آنحضرت صلی الله عليه وسلم په خير او نيکۍ کې د تيز باد څخه زياته بيړه کوله .

۱۰– په رمضان المبارک کې د ښې معاملې او سلوک کولو د پاره چمتوالی :

الف ) : د الله (جل جلا له) سره ښه معامله هغه ته په صدق توبه ايستل او د هغه (جل جلا له) د ښه عبادت د پاره چمتوالی .

ب) : د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) اطاعت کول او د هغه نقش قدم باندې عمل کول .

ج ) : د مور او پلار خپلوانو سره ښه سلوک کول .

د ) : د خپلې ميرمنې او اولاد سره مهربانه رويه اختيارول :

ه ) : په خپلو ماتحتو او مزدورانو باندې کار سپکول .

من رسالة لإستقبال رمضان شيخ محمد صالح المنجد و وسائل لاستقال رمضان خالد بن عبدالرحمن الدرويش

و الله سبحانه و تعالی اعلم

Donate

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟