که يو هلک د يوي ښځي شيدي ريدلي وي نو د ښځي د لورګانو سره نکاح کيږي او که نه ؟

مقدر صالی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

که يو هلک د يوې ښځې شېدې وروي د هغې ښځې لورګانې يې رضاعي خويندې کيږي له رضاعي خويندو سره نکاح کول حرام دي

رضاعت په عربي کې تې خوري ته پۍ ورکولو ته وايې کومه ښځه چې د چا بچي ته تی ورکړي اسلامې شريعت هغې ته د مور درجه ورکوي يعنی د دې او د دې د زامنو او خپلوانو هغه درجه مقرروي کوم چې د مور او د مور زامنو او خپلوانو کومه درجه ده .

قوله تعالی : وَ أُمَّهَاتُکُمْ اللاَتِي أَرْضَعْنَکُمْ وَ أَخَوَاتُکُمْ مِنْ الرِّضَاعَةِ (النساء ۲۳ ) .

ژباړه : ستاسې هغه ميندې چې تاسې ته يې پۍ درکړی وي او ستاسې رضاعي  خوندې په تاسې حرام کړ شوی دي .

نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي : الرَّضَاعَةُ تُحَرِّمُ مَاتُحَّرمُ الوَلاَدَةُ (متفق علیه )  کومې خپلوی چه د نسب په وجه سره حرامې دي هغه د رضاعت په وجه سره هم حرامې دي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.