د رشوت په باره کې معلومات راکړئ

سلام عليكم ورحمة الله وبركاته له تاسو نه دير مننه چي دومره زيات زيار اوباسي د اسلام په لاره كي مننه رازم خپله پوشتنه ته زما دا پوشتنه ده كه چيرته يو نفر په كانكور كي يوبل نفر ته روپي وركري يعني چي فوهنتون ته كامياب شي نو ايا دا جايزه ده او بل دا چي رشوت ورته ويلي شو منننه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

رشوت هغه مال ته وايي چې يو انسان يې بل کس ته ددې لپاره ورکوي تر څو هغه څه تر لاسه کړي چې د ده حق نه وي .

او يا رشوت هغه مال دی چې يو شخص يې حاکم او يا بل کس ته ورکوي ددې لپاره چې د ده په خوښه حکم وکړي او يا په هغه باندې د خپلې خوښي کار وکړي .

الرشوة هي ما يدفعه الإنسان ليأخذ ما ليس من حقه ، أو ليتهرب بها من حق عليه .

انظر : “الموسوعة الفقهية” (24/256) .

وقال ابن عابدين في “حاشيته” (5/362) :

“الرِّشْوَةُ مَا يُعْطِيهِ الشَّخْصُ الْحَاكِمَ وَغَيْرَهُ لِيَحْكُمَ لَهُ ، أَوْ يَحْمِلَهُ عَلَى مَا يُرِيدُ” انتهى .

د کانکور په امتحان کې کوم خاين ته په دې خاطر څه مال او پسۍ ورکول چې دی د خپلې خوښي پوهنځۍ ته کامياب شي حال دا چې دا کس د هغه لياقت نلري رشوت دی .

رشوت عظيم فساد او کبيره ګناه ده .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟