د رسول صلی الله عليه وسلم د پاره قرباني کول جايز دي ؟

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکات زماه پوښتنه دا ده چی ایا یو کس کولی شی دلوی اختر په ورځ د حضرت محمد ص لپاره او یاد ابراهیم ع لپاره قربای وکړی ؟
او بل عمره کول د رسول الله لپاره شته او کنه؟

فضل الرحمن صالح

د وفات شوي كس لپاره قرباني كيدي شي ؟
دوهم د رسول الله (ص) لپاره قرباني كول سه حكم لري

عصمت الله اندر

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم
ددې مسئلې په باره کې راحج قول دا دی چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د پاره د نيکو اعمالو د ثواب اهداء کول جايز نه دي نظر په لاندې دلايلو :

اول: ځکه چې دا عمل د رسول الله صلی الله عليه وسلم په دور او همدارنګه د صحابه کرامو په دور کې نه دی ثابت شوی ، مګر د علی رضی الله عنه څخه يو روايت نقل شوی دی چې هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د پاره قرباني کړي ده مګر دا روايت ضعيف دی .

دوهم : رسول الله صلی الله عليه وسلم د چا د اعمالو اهداء کولو ته ضرورت او حاجت نه لري ځکه دی د ټول امت رهنما دی او د ټول امت په نيکو اعمالو کې شريک دی ځکه چې هغوی صلی الله عليه وسلم د امت د ټولو نيکو اعمالو بنسيټ ايښودونکی دی .

بل دا چې هر عبادت د الله جل جلا له او د هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په امر پورې اړه لري و قال عليه صلاة وسلام (من عمل عملا ليس عليه أمرنا فهو رد ) .

د نورو وفات شويو قريبانو د پاره قرباني کول جايز دي .

وجاء في “فتاوى اللجنة الدائمة” (9/58-59) :
” لا يجوز إهداء الثواب للرسول صلى الله عليه وسلم، لا ختم القرآن ولا غيره ؛ لأن السلف الصالح من الصحابة رضي الله عنهم ومن بعدهم لم يفعلوا ذلك ، والعبادات توقيفية ، وقد قال عليه الصلاة والسلام : ( من عمل عملا ليس عليه أمرنا فهو رد ) ، وهو صلى الله عليه وسلم له مثل أجور أمته في كل عمل صالح تعمله ؛ لأنه هو الذي دعاها إلى ذلك ، وأرشدها إليه ، وقد صح عنه صلى الله عليه وسلم أنه قال : ( من دل على خير فله مثل أجر فاعله ) ” انتهى .

جاء فی المرکز الفتاوی اسلام ويب :

دلة عدم مشروعية إهداء ثواب الأعمال إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم

أما ما يتعلق بالإهداء إلى رسول الله صلى عليه وسلم، فالشارح رحمه الله قد بين الحكم فيه، وذكر أنه لا يشرع أن تعمل عملاً وتقول: أجره لرسول الله صلى الله عليه وسلم، سواء كان قراءة أو صلاة أو ذكراً أو جهاداً أو غير ذلك، واحتج بدليلين: الدليل الأول: أنه لم يفعل في العهد النبوي، ولا في عهد الصحابة، ولم يكن أحد من الصحابة يعمل عملاً ويقول: أجره لرسول الله صلى الله عليه وسلم، ولو كان خيراً لسبقونا إليه؛ وذلك لأنهم أعرف به، وأعرف بما يكون من شريعته، وأيضاً فهم الذين يحبونه ويؤثرونه على أنفسهم، وهم الذين شاهدوه، وصحبوه، وقاتلوا معه، وصلوا خلفه، وتلقوا عنه سنته، ومع ذلك فلم يهدوا إليه ثواب صلاة ولا صوم ولا صدقة ولا غير ذلك، إلا ما نقل عن علي رضي الله عنه أنه كان يضحي لرسول الله صلى الله عليه وسلم، ويذكر أنه أوصاه بذلك، ولكن الحديث فيه ضعف.
وعلى كل حال فهذا دليل واضح، وهو عدم فعل السلف، يعني عدم الإفتاء منهم.الدليل الثاني: أنه صلى الله عليه وسلم ليس بحاجة إلى إهداء هذه الأعمال؛ وذلك لأن الله يكتب له مثل عمل كل عامل من أمته، وقد ثبت أنه صلى الله عليه وسلم قال: (من دعا إلى هدى كان له مثل أجور من تبعه، من غير أن ينقص من أجورهم شيء، ومن دعا إلى ضلالة كان عليه مثل أوزار من تبعه، لا ينقص ذلك من أوزارهم شيء)، وقال: (من دل على خير فله مثل أجر فاعله)، أليس نبينا صلى الله عليه وسلم هو الذي دل على الإسلام؟! وهو الذي دل على الحسنات والصالحات؟ وهو الذي دل على الصلات والصدقات؟ وهو الذي دل على الخيرات كلها، وحذر عن الشرور؟! إذاً: أنت متى صليت صلاة كتب لك أجرها تاماً، وكتب له صلى الله عليه وسلم مثل أجر تلك الصلاة، وإذا جاهدت كتب لك أجر جهادك كاملاً وكتب مثله لنبيك صلى الله عليه وسلم؛ لأنك اهتديت بدعوته، وكذلك إذا تصدقت بصدقة، أو ذكرت الله، أو دعوته، أو قرأت كتابه، أو ما أشبه ذلك، كتب أجرك كاملاً وكتب له صلى الله عليه وسلم مثله من غير أن ينقص أجرك.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟