د دوهمې ښځې په نکاح کې د اولې ښځې رضایت
اسلام اغلیکم ورخمته الله وبرکاته
راځم زما پوښتنی ته الله دی وکړی چی په روغ صحت سره راته ځواب راکړی
کچیری یو نفر یوه شځه ولری او غواړی چی دوهم واده وکړی
ایا داسلام دی نیګانه دلمړی ښځی نه پوښتنه شه او کنه
بغضی خلک وایی چی ضرورت ورته نشته چی پوښتنه تری وکړی .
مننه ستا سو ورور رازمحمد -استرالیا
اول :
دوهمه ښځه په هغه صورت کې مباح او جايز ده چې سړی د عدالت د پلې کولو توان ولري ، کچېرې غالب ګمان دا وي چې عدالت به نشي کولای نو بيا تعدد زوجات حرام دی ، لقوله سبحانه وتعالی : {فإن خفتم ألا تعدلوا فواحدة } [النساء:3/4]
دوهم ، د دوهمې ښځې خوښه او رضايت :
دا کار د غوره اخلاقو او ښه معاشرت څخه دی چې سړی لومړی ښځه خبرې کړي ، هغې ته قناعت ورکړي ، چې د دوهم واده لپاره دغه ضرورت او دغه مصلحت دی ، مثلاً اولاد نلرو ، بايد دواړه اولاد ولرو ، يا ته مريضه يې بايد د ژوند بله ملګرې ولرې او داسې نور .تر څو په هغې باندې د دوهم واده کولو غم او درد آسانه شي ځکه چې په طبيعې توګه دوهم واده په ښځه باندې سخت تماميږي ، مګر دا کار د دوهمې نکاح لپاره شرط نه دی ، او داسې کول وجوبي حکم نه دی بلکي اخلاقي مسؤليت دی .
وقد سئلت اللجنة الدائمة للإفتاء عن رضا الزوجة الأولى لمن أراد الزواج بأخرى فأجابت : ” ليس بفرض على الزوج إذا أراد أن يتزوج ثانية أن يرضي زوجته الأولى ، لكن من مكارم الأخلاق وحسن العشرة أن يطيِّب خاطرها بما يخفف عنها الآلام التي هي من طبيعة النساء في مثل هذا الأمر ، وذلك بالبشاشة وحسن اللقاء وجميل القول وبما تيسّر من المال إن احتاج الرضى إلى ذلك ” . انتهى من فتاوى اللجنة الدائمة للبحوث العلمية والإفتاء 19/53
و الله سبحانه وتعالی اعلم