د دعوت نیوز کارکوونکو ته خپل سلامونه ډالی کوم او هیله مند یم دا لاندی دوه سوالونه راته جواب کړی
لمړی: کچیری یو کس د تیرو دوه یا ۳ کلو راهیسی د سرمایی مالک پاتی شوی وی او د دغی سرمایی زکات یی نه وی ادا کړی او دا هم نه وی ورته معلومه چه په کومه حصه باندی پوره کال تیر شوی او په کومه حصه باندی پوره کال نه دی تیر شوی یعنی پدی معنی چه مخکی د کال له پوره کیدو مصرف شوی وی نو نومړی کس ته څه کول پکاردی چی غاړه یی د الله (ج) په وړاندی خلاصه شی.
دوهم: ایا په هغه موټر باندی هم زکات شته کوم چی د خپل کور د شخصی استفادی لپاره کارول کیژی. او بل داچی کچیر یو نفر داسی ځمکه ولری چی د دوهم کور جوړولو لپاره یی اخیستی وی خو کور پکی نوی جوړشوی او په هغه باندی کال تیرشی نو پدی باندی هم زکات شته او که نه؟
ډیره زیاته مننه
محمد اسماعیل صمیم له کابل نه
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
که څوک د زکات په نصاب پوه نه وي يا کومه بله وجه وي وروسته الله تعالی ته رجوع وکړي ، الله تعالی د ده توبه په خپل در کې قبلوي :«وهو الذي يقبل التوبة عن عباده ويعفو عن السيئات » الشورى / 25 ( هغه خو هغه ذات دی چې د خپلو بندګانو توبه قبلوي او ګناهونه يې عفوه کوي ) ، مګر د زکات په مال کې چې کوم د فقراء او مساکينو حق پاتې دی هغه به ادا کوي .
هغه سرمايه چې دوراني وي يعنې ثابته نه وي پخپل غالب ګمان به د خپل وس مطابق حسابيږي چې د کال په پوره کيدو سره څومره سرمايه موجوده وه . (” أسئلة الباب المفتوح ” ( س 494 ، لقاء 12 – حرمين شريفين – مکة المکرمه) .
تاسې به هم پخپل غالب ګمال د لومړي ، دوهم او دريم کال سرمايه حساب کړی مثلاً د لومړي کال ۲۵۰۰۰۰ افغانۍ د دوهم کال ۲۲۰۰۰۰ افغانې او د دريم کال ۳۵۰۰۰۰ افغانۍ حساب شوې چې ټولې ۸۲۰۰۰۰ افغانۍ کيږی د ۸۲۰۰۰۰ افغانيو د زکات اندازه مساوي کيږی په ۸۲۰۰۰۰۰/۴۰ = ۲۰۵۰۰ شل زره او پنځه سوه افغانۍ به د زکات په مستحقينو وویشﺉ .
20500 = 820000/40 = 220000+250000+350000
د زکات د ورکړی حصه څلويشتمه برخه يا دوه نيم فصده ده .
دوهم : د کورنۍ استفادې د پاره اخیستل شوی موټر باندې زکات نشته.
همدارنګه په اضافی کور باندې هم زکات نشته البته په کرايه کچيرې نصاب ته ورسيږی زکات شته>
……………………………………………………………………………………………………………………………………………………………
د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :
د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:
Support Dawatnews Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162
…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………
یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د نن ټکی اسیا توافق ورسره شرط نه دی.
Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website
عزیزان گرانقدر:
لطفاً این مضامین خیلی مهم و حیاتی را با تمام خانواده، اقارب، دوستان، و همکاران تان شریک سازید، و در رشد فکری، عقیدتی، ایمانی و وجدانی همنوع تان اقلاً یک امر خیری را، مایه ی حصولِ صدقات جاریه ی تان سازید.
جزاکم الله وخیراً!