د خپل بې لمانځه پلار سره څنګه څلن پکار دی ؟

د دعوت اسلامی پاڼی وټولو کارکونکو ته السلام علیکم ورحمتالله وبرکاته الله(ج مو همیشه کامیابه لره زما پلار د ډیر وخت را هیسی لمونځ نه کوی مسجد ته نه ځی او په کور کی می هم پر لمانځه نه دی لیدلی که  یی یو وخت د خلګو د شرمه وکی کی ونه کی تلویزون ته هره شپه ناست یی او مسجد ته په دی ۱۶ کاله نه دی وتلی وه میلی ته تلای سی مګر لمونځ نه کوی او په ژوند کی یی خوشحالی هم نه سته هر کار چی   وکړ په هغه کی هتمی جنجال ورته پیښیږی په ژوند کی یی همیشه ده یوه جنجال سر وی د بل پای او ړیر سر زوره هم دی نصیحت هم تاثیر نه پر کوی
اوله پوښتنه داده چی پر خپلو زامنو یی خبره بده لګیږی د هر چا ښه نه ځنی راځی نو ایا دا اوس ده ده عذاب دی که څنګه ۲پوښتنه زه زوی یی دا حق لرمه چی وخپل پلار ته ووایم چی تر هغو لمونځ شروع نه کړی زه دی و میلی ته نه بیایم مننه د ژر جواب په هیله

 

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول :

په اسلامې شريعت کې مسلمان په دې باندې مأمور شوی دی تر څو د خپلو والدينو سره تر خپله وسه ښه سلوک وکړي اګر که هغوی فاسقان او خدای مه کړه کافران هم وي .

مګر په هغو امرو کې چې د ګناه او نافرماني وي د هغوی اطاعت کول واجب نه دی :

قوله تعالى : ووصينا الإنسان بوالديه حسناً وإن جاهداك لتشرك بي ما ليس لك به علم فلا تطعهما إليَّ مرجعكم فأنبئكم بما كنتم تعملون  (العنكبوت / 8 .)

ژباړه : او انسان ته مو د هغه د پلار او مور سره د ښه چلند په کولو سپارښت وکړ . که دوی زيار وباسي (چې تا مجبور کړي ) چې له ما سره داسې شريک کړي چې پرې پوه نه يې نو د هغوی پيروي مه کوه (د کفر او شرک په معامله کې د هغوی پېروي مه کوه ) . ستاسې بيرته را تګ ما ته دی او هلته به زه تاسې د هغو کارونو په رښتينولۍ پوه کړم چې تاسې کول .

د اسلامې شريعت دا عمومي قاعده ده چې د مخلوق اطاعت کول لکه : د والدينو ، خاوند او آمر مقيد په معروف باندې دی يعنې داسې څه چې هغه د شرعې خلاف نه وي مګر د ګناه او نافرمانی په کار کې د مخلوق اطاعت نشته .

لا طاعة لمخلوق في معصية الخالق  (د خالق جل جلاله په نافرمانۍ کې د مخلوق اطاعت نشته ).

دوهم :

بې شکه چې د لمانځه ترک کول عظيم ګناه ده د دنيا او آخرت هلاکت دی.

دريم :

دا چې پلار مو د لوی هلاک سره مخامخ کېدونکی دی نو تاسې به د مسلمان او خواخوږې اولاد په حيث د خپل وس موافق د هغه غم خورئ او تاسې لاندې مسئوليتونه تر سره کوئ :

۱- هغه ته به په دوامدار توګه نصيحت کوې ، د لمانځه فضائل او د ترک سخت وعيدونه به ورته بيانوې ، که ستاسې خبر بده ورباندې لګيږي او ښه نه ورته ښکاري ددې کار لپاره به د هغه کوم دوست ، ملګري او عالم ټاکې .

۲- د اسلامي شريعت د حکم موافق به د هغه سره ښه سلوک او د احسان معامله کوې .

۳- اکثره مېلې په خپل ذات کې حرامې دي ځکه هلته سګ جنګي ، حيوان جنګې ، قمار او نور عبثيات وي چې هلته تلل حرام دي او د بل کس بوتلل حرام ، په هغه کې شرکت کول حرام دي او د خپل پلار د امر منل حرام دي .

۴- که په بله طريقه نه اصلاح کيږي يوازې د الله تعالی پخاطر د هغه د اصلاح لپاره د روابطو قطع کول باک نلري
۵- که په دې پورته طريقه اصلاح نشي بيا مسئله د مسلمانانو حاکم ته راجع کيږي هغه به ددې کس د اصلاح لپاره اقدام کوي .

۶- د خپل پلار لپاره د هدایت دعا کول او الله تعالی ته ډير ډير ژړل چې هغه هدايت وکړي .

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت واليه انيب

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.