السلام عليکم
پخپلو کې مو ښه خوشحاله ژوند وو ، يو دم د ميرمنې په اړه غلظ فکرونه را ته پيدا شول ، بيا پوه شوم چې دا فکرونه بې ځايه دي خو شيطان مې نه پريږدي – له ناروی څخه
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د يقين او دليل پرته د خپلې ميرمنې په باره غلط فکرونه او شکونه ، شيطاني وسواس دي .
شيطان هر وخت غواړي په کور کې فتنې رامنيځته کړي او کورنی ژوند ګډوډ کړي .الخصوص غواړي د خاوند او بې بې تر منځ اختلافاتو ته لمن ووهي تر څو دوی په کراره او د مينې او محبت په فضا کې ژوند ونشي کړای .
او کچېرې دغه وسواس په ژبه تکرار شي ، د خاند او د هغه د ميرمنې د سختو اختلافاتو سبب ګرځي ، او کچېرې د بدکاری شک او وسواس د يقين او دليل پرته په ژبه تکرار شي ، بهتان دی ، بهتان عظيمه ګناه ده چې شرعي حد ورته ټاکل شوي ، او بهتان د هلاکوونکو ګناهونو څخه يو هلاک او بربادونکي ګناه ده .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :اجتنبوا السبع الموبقات” قيل: يا رسول الله! وما هن؟ قال: “الشرك بالله. والسحر. وقتل النفس التي حرم الله إلا بالحق. وأكل مال اليتيم. وأكل الربا. والتولي يوم الزحف. وقذف المحصنات الغافلات المؤمنات”. (المسلم )
ژباړه: د اوو هلاکونکو ګناهونو څخه ځان وساتئ ، چا وويل يا رسول الله صلی الله عليه وسلم دا کوم ګناهونه دي ؟ ويي فرمايل : د الله (جل جلا له) سره شريک نيول ، کوډې او جادو ، په نا حقه د چا وژل کوم الله (جل جلا له) يې وژل حرام کړي دي مګر په حق سره ، د يتيم د مال خوړل ، د سود خوړل ، د جهاد د ميدان څخه تيښته کول او په پاکو ښځو پسې تهمت لګول .