د خينې سره په بدکاری طلاق واقع کيږي؟

د خينې سره په بدکاری طلاق واقع کيږي؟

د انلاین اسلامی لار ښود درنو کارکونکو لومړی تر هرڅه خپل  سلامونه تاسو محترمو ته وړاندی کوم، ستاسو ډیر مطلبونه ما د  حقیقت لار مجلی دلاری مطالعه کړی او د همدی مجلی د لاری می ستاسو ادرس پیدا کړی  او دا زما دوهمه پوښتنه ده چی درلیږمه یی، ما دنوی مسلمانانو ویدو ګانی کتلی چی تازه مسلمانان شوی، په یوی ویدو می سترګی ولګیدلی چی مسلمانان عیسویت ته اوړی او ډیر عجیب او غریب کارونه پکی کیږی که تاسو دغه ویدو وګوری او ماته بیرته د اسلام په چوکات کی ځواب کړی چی ایا په دغه ویدو کی جادوګری نه ده کارول شوی؟
چی دغه یی لینګ دی XXXXX
او بله پوښتنه دا لرم هغه دا چی  یو کس د خپلی ښینی سره زنا کړی اوس سخت پیښامانه دی او هره ورځ دومره په تشویش دی چی څه وکړی ښځه پریږدی طلاق  یی کړی او که څه وکړی څلور بچیان هم لری هره ورځ په توبو دی داسی حالت ته رسدیلی چی  ډیپریشن ورته پیدا شوی، او شرم څخه چاته دا حال نه وی، اوس دا خپله ښځه پریږدی او که خپلو توبو ته دوام وکړی.


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول – وروره په دې ويديوګانې پسې مه ګرځه دا د شيطان لشکريان دي څوک چې په منسوخ او باطل دين عقيده ولري په هيڅ لوبه بند نه دي، بله دا خبره ده چې کله يو کس مرتد شي ټوله دنيا ورباندې خبريږي او کفري مديا يې خپروي ، د يوې مرتدې ډلې دا ډول ويديو هسې درواغ دي هيڅ حقيقت نلري .

دوهم – (اغوذ بالله من ذالک ) زنا د قتل وروسته ستر ګناه ده .

د ښځې د خور سره زنا ستر جرم لويه بې شرمي ده ، مګر په دې فاحش عمل سره نکاح نه ماتيږي ، طلاق نه واقع کيږي .

نکاح يوازې په طلاق ورکولو او ارتداد (مرتد) کيدو سره ماتيږي ، په زنا کولو سره نکاح نه ماتيږي (کفايت المفتي ج ۵ ص ۳۶۱) .

و فی الاخلاصة : و طی اخت امرأة لا تحرم امرأة (الدرالمختار ۳/۳۴ ) .

و المزني بها لا تحرم علی زوجها ( الدرمختار ۳/۵۰ ) .

بس الله تعالی ته دې کلکه او رښتنې توبه وباسي .

وَالَّذِينَ لاَ يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ وَلاَ يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلاَّ بِالْحَقِّ وَلاَ يَزْنُونَ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا 68 يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا 69 إِلاَّ مَن تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ عَمَلاً صَالِحًا فَأُوْلَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا ( الفرقان 68-70).

ژباړه : او هغه کسان چې له الله پرته کوم بل معبود نه بولي (شرک نه کوي ) او هغه څوک په ناحقه نه وژني چې الله جل جلا له  حرام کړی وي خو په حقه سره او نه زنا کوي او څوک چې دغه کار وکړي هغه به د خپلې ګناه بدله و مومي ، د قيامت په ورځ به هغه ته دوه چنده عذاب ورکړ شي او په هغه کې به تل سپک وي .

مګر هغه کسان چې توبه ايستلې وي او ايمان يي راوړی وي او ښه عمل يي کړی وي د دغسې خلکو بدي به الله جل جلا له  په ښو واړوي او الله جل جلا له  بخښونکی او مهربان دی .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟