د فقهې نړيوالې ټولنې (مجمع الفقه الاسلامي ) پخپله آتلسمه دوره کې چې په مازليا کې د پنځو ورځو لپاره جوړه شوې وه د پلاستيکي عملياتو په اړه داسې پريکړه کړې ده :
د ضرورت پرته د ښکلا او زينت لپاره پلاستيکي عمليات لکه: د پلنې پوزې نري کول، د لويو شونډو کوچني کول، د وريځو عملیات د مخ د ګونځو ورکول او داسې نور حرام دي د الله تعالی په خلقت کې بدلون راوستل دي او داسې کسانو باندې د الله تعالی لعنت دی.
مګر د عيب له منځه وړلو او ضرورت په صورت کې جايز دي لکه:
الف : کوم اندام له خپلې دندې څخه لويدلی وي هغه خپل لومړي حالت ته ګرځول.
ب: د چاک شوې شونډې جراحي، د پورې زيات انحراف چې تنفسي ستونزه را منځته کړي.
ج : زياتې شوې ګوتې او غاښونه چې د تکليف سبب وي .
د : د کوم مرض او يا سوزيدو له امله د پوست جراحي يا د کوم مرض او سوزيدو له امله د تويو شويو ویښتانو کرل جایز دي .
نومړې فقهې ټولنه په اخر کې داسې وصيت کوي :
په روغتونو او طبيبانو باندې لازمه ده چې د الله تعالی څخه وويريږي او هغه عمليات چې حرام وي تر سره يې نه کړي .
په روغتونو او طبيبانو لازمه ده چې د طيب او په خاصه ټوګه د ښکلا عملياتو په اړه شرعې احکامو ته متوجه شي او يوازې د پيسو تر لاسه کول يې مطلب نه وي.
او هغه غاښونه چې کاږه وي، مات شوي وي، يا د يو غاښ شاته بل غاښ را ختلی وي د هغه درملنه او اصطلاح د عیب له منځه وړلو لپاره جايز ده او همدارنګه هغه غاښ د نورو غاښونو څخه اوږد وي نو د ښکلا لپاره نه بلکي د عيب له منځه وړلو لپاره یې کټ کول جايز دي[1].
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[1] – يجوز برد الاسنان اذا کانت بارزة أو مائلة أو مکسورة أو کانت أطول من التي بجانبها، لأن ذلک من باب ازالة العيب و لیس من طلب التحسين- طريق الی الله – يوسف بن عبدالله الشبيلي.