د خولۍ په سر کول څه حکم لري ؟

یو عالم ويل چې خولی د انګریزانو خاصیت دی او لنګی د هندوانو خاصیت دی اوګرده لمن هم د انګریزانو لمن ده  هیله کوم چه په آیت اوحدیث سره یی مکمل معلومات راکری

معراج الدين عالمي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول :

لنګوټه : لنګوټه چې په عربي عمامة ورته وايي رسول الله صلی الله عليه وسلم په سر کړې ده ، د رسول الله صلی الله عليه وسلم سنت دی البته سنت زوائد چې حکم مستحب دی .

حضرت عمرو بن حريث له خپل پلار څخه روايت کوي چې :

کانّی أنظر الی رسول الله صلی الله عليه وسلم علی المنبر و عليه عمامة سوداء ارخی طرفيها بين کتفيه (رواه المسلم ) .

ژباړه : يقيناً (داسې) لکه زه چې اوس رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ګورم چې پر منبر ناست ؤ توره لګوټه يې تړلې وه او د لنګوټې دواړه طرفونو يې د اوږو په مينځ را اچولې وو .

خولۍ :

عمدة الاحکام – ابو مختار محمد عبدالرؤف حنفي ليکي :

علامه ابن قيم په خپل کتاب (ذاد المعاد) کي ليکلی دي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم به کله نا کله صرف خولۍ استعمالول او کله نا کله به يې لنګوټه استعمالوله او کله به يې فوځي خولۍ په سر کوله ، مطلب دا چې په کوم وخت به يې کوم لباس مناسب وباله هغه به يې استعمالاوه (زاد المعاد ص ۲۶ – عمدة الاحکام ص ۲۰۹ ) .

همدارنګه موقع طريق الی الله ليکي :

الإجابة: القلنسوة كان يلبسها النبي صلى الله عليه وسلم، والهدي العملي في عصر النبي صلى الله عليه وسلم وصحبه…. له صور ثلاثة كان يفعلها النبي صلى الله عليه وسلم، وهي القلنسوة، أو بالعمامة فوق القلنسوة، أو بالعمامة دون القلنسوة. فستر الرأس أحب إلى الله من كشفه.

ترجمه : ځواب : خولۍ د رسول الله صلی الله عليه وسلم لباس ؤ او دا عمل د رسول الله صلی الله عليه وسلم او صحابه په عصر کې موجود ؤ .

د رسول الله صلی الله عليه وسلم عادت شريفه دا وو چې کله به يې خولۍ په سر کوله ، کله د خولۍ له پاسه لونګۍ او خولۍ پرته لونګۍ . پس د سر پټول الله جل جلا له ته د سر له لوڅولو څخه خوښ دي .

قميص :

قميس د رسول الله صلی الله عليه وسلم خوښ لباس ؤ .

ام سلمه رضی الله عنها وايي : «كان أحب الثياب إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم القميص».

رسول الله صلی الله عليه وسلم ته په ټولو لباسو کې خوښ لباس قميس ؤ .

په شريعت کې د قيمس ګرده لمن ، يا ګنج لرونکې لمنې په اړه څه قيد نشته بلکي شرعي لباس په لاندې ضوابتو برابر وي

تفصيل دلته وګورئ .

https://dawat610.com/archives/2423

مګر هغه لباس چې کفارو او فاسقانو ته خاص وي د هغې اغوستل منع دي .

کل لباس يکون علی خلاف السنة يکون لبسه مکروها و هو مثل اثواب الکفار و اثواب الفسق و الفجور و اهل الاشر (النتف فی الفتاوي ج ۱ ص ۱۶۲ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.