د خوشحالي او استقبال د پاره په غاړه کې ګلان اچول څنګه دي ؟

محترمو استادانو ته سلامونه اونیکی هیلی په دواړودارینو کی مو الله کامیابی په نصیب کړه
پږښتنه می داده علماوو دپګړی تړلو په وخت کی شهیدانو اوحاجی ضاحبانو ته په غاړه کی ګلان اچول څه حکم لری که ږر اودشریعت په رڼاکی جواب راکړی ډیره مننه کوم
محمد ولي ستانکزی

آن لاين اسلامې لارښود

ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
دا يوه معاصره فقهي مسئله ده په پخوانيو فقهي کتابونو کې څه پيدا نه کړ .
هيئت کبار علماء عربستان سعودي په دې اړه داسې فتوی ور کړې ده :
د څيړنو وروسته دا معلومه شوه چې د خوشحالي ، جشن او استقبال د پاره د ګلانو هديه کول د کفارو تقليد دی په دې کار کې هيڅ کټه نشته بغير له تشبح بالکفار او بل دا چې دا بې ځايه د مال مصرفول دي يو اسراف دی
همدانګه په مړو او قبرونو باندې د ګلانو اچول بدعت دی په اسلام کې هيڅ اصل نه لري
هذا العمل بدعة وغُلوا في الأموات ، وهو شبيه بعمل أولئك في صالحيهم من جهة التعظيم واتخاذ شعار لهم ، ويُخشى منه أن يكون ذريعة على مر الأيام إلى بناء القباب عليهم والتبرك بهم واتخاذهم آلهة مع الله سبحانه ،
فالواجب تركه سداً لذريعة الشرك .
📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.