د خلاصون له پاره دوې جينکۍ ورکوي، دا کار د شرعې ښوونو له مخې روا دي؟

پوښتنه: زمونږ په پښتنو کې دا دود دي، چې کله څوک ووژني، د خلاصون له پاره دوې جينکۍ ورکوي، دا کار د شرعې ښوونو له مخې روا دي؟

پوښتنه: زمونږ په پښتنو کې دا دود دي، چې کله څوک بدي وکړي يانې څوک ووژني، نو د پښتنو د څلو سره سم د بدۍ د خلاصون له پاره دوې جينکۍ ورکوي، دا کار د شرعې ښوونو له مخې روا دي؟

ځواب: د شرعي ښوونو له مخې دا کار ناروا دي، بلکې دا يو لوي جهالت او د مېرمنو د ګردو حقوقو اسلامي ازادې او د ټولو ارمانونو تر پښو لاندې کول دي، د شرعي ښوونو له مخې قتل دوه ډوله دي.

يو په خطا سره. او بل په قصد سره

په خطا قتل کې قصاص نشته، بلکې پور دي کوم چې شريعت ټاکلي دي او دا هم هله چې د مقتول ميراث وړونکي بښنه ورته ونکړي.

په قصدي قتل کې د مقتول ميراث وړونکي په دريو شيانو کې واکمن دي،

۱ـــ قصاص: چې همغه قاتل به وژني.

۲ـــ بښنه: چې د تل له پاره به يې بښي.

۳ـــ پور: هغه کوم چې شريعت ټاکلي دي، له دې لارو پرته بله لار په دين کې نشته.

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.