د خاوند او د هغه د ښځې تر مينځ سخت اختلافات

زما ملگری ده د کور والا سره مشکلات ډیر زیاد لري چی جرگی پری کیناستلی اومسله هل نشوه تقریبآ ۳ کاله کیگی چی کوروالا یی د پلار کور کی ناسته ده او میره یی هيڅ ارتباط ورسره نلری او خبره اوس طلاق ته راجع شوی که نه نو شاید مری پکی وشی نو اوس تاسی دومره ووایی چی طلاق سنگه په کومه طریقه د شریعت د لحاظه ورکول کیگی طریقه یی سنگه وی د دوی د ژوند په جورشت کی ما دیری مندی وکری خو سره نه جوریگی هیله لرم چی د شریعت په رنا کی د طلاق ورکولو طریقه راته ووایی دیره مننه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

قرآنکريم د ښځې او د هغې د خاوند تر مينځ د سختو اختلافاتو حل داسې ښودلی دی :

[وَإِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَيْنِهِمَا فَابْعَثُوا حَكَمًا مِنْ أَهْلِهِ وَحَكَمًا مِنْ أَهْلِهَا إِنْ يُرِيدَا إِصْلَاحًا يُوَفِّقِ اللَّهُ بَيْنَهُمَا إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا خَبِيرًا ](النساء ۳۵) .

ژباړه: که په تاسې کې د سختو اختلافات ويره وي (نو د هغه مخنوی دا دی ) چه وليږي يو د اصلاح کس د خاند د طرف نه او يو د اصلاح کس د ښځی له طرفه نه که دا دواړه اصلاح غواړي (يعنی د فيصلی کولو اهليت ولري ) نو الله تعالی به په دواړو کې ضرور د موافقت توفيق پيدا کړي الله تعالی عليم او خبير دی .

د جمهورو علماء په نزد کچيرې دغه اصلاح کونکي د ښځې او ميړه تر منيځ روغه وکړي نو امر يې نافذ دی او د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد د اصلاح کسان يوازې د اصلاح او روغې صلاحيت لري دوی د جلاوالی صلاحيت نه لري د جلاوالی په صورت کې به موضوع قاضی او اسلامي محاکمې ته وړاندې کيږي (انوارالقرآن تفسير –سوره النساء) .

د طلاق ورکولو صلاحيت خاوند لره دی، کچېرې د ښځې سره ژوند تيرول نه غواړي او مشکل په صلح نه حل کيږي نو طلاق دې ورکړي (کفايت المفتي ج ۵ ص ۲۵۸ ) ، (درالمختار ،کتاب نکاح ۳ / ۵۰ سعيد ) .

او که ښځه خدای مه کړه د بل چا سره لاړه شي په يوازې تګ سره نکاح نه ماتيږي او که خاوند يې په دې کار خفه شوی وي او ښځې سره نور يو ځای اوسيدل نه غواړي نو طلاق دې ورکړي (کفايت المفتي ج ۵ ص ۲۵۸ ) ، (درالمختار ،کتاب نکاح ۳ / ۵۰ سعيد ) .

او ښځې ته خلع ورکولو واک شته .

د خلع احکام دلته ولولئ :

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟