د خارج څخه د زکات د پيسو حواله کول

که له بهرني هيواد څوک د زکات پيسې حواله کړې او دلته مستحق ته ورسیږي داسې کول جایز دي ، زکات د حوالې ليارې صحيح کيږي ؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د پيسو حواله کول جايز دي ، او د زکات د پيسو په حواله کولو کې دوې مسئلې دي :

د وکيل په ذريعه د زکات ادا کول :

د يو کس په وسيله د زکات پیسې ليږل او حواله کول چې دا پیسې به فلاني کس ته ورکوي جايز دی ځکه د زکات په ادا کولو کې وکيل نيول يا د وکيل په ذريعه د زکات مصرفول جايز دي .

د زکات د وجوب د ځای څخه بل ځای ته د زکات نقلول :

په هغه صورت کې چې د بل ځای خلک احتياج وي ، يا هلته احتياج خپلوان وي يا دارالکفر څخه دارالاسلام ته نقلول وي ، يا بل د مسلمانانو سخت ضرورت وي نو په دغو صورتونو کې د زکات د پيسو نقلول او بل ځای ته ليږل جايز دي .

اتفق الفقهاء على أنه يجوز التوكيل في أداء الزكاة، بشرط النية من الموكل أو المؤدي،

البدائع: 40/2 ومابعدها، الدر المحتار: 14/2 وما بعدها

جاء في فقه الاسلامي وادلته :

قال الحنفية: يكره تنزيهاً نقل الزكاة من بلد إلى بلد آخر إلا أن ينقلها إلى قرابته المحاويج ليسد حاجتهم، أو إلى قوم هم أحوج إليها أوأصلح أو أورع أو أنفع للمسلمين، أو من دار الحرب إلى دار الإسلام، أو إلى طالب علم، أو إلى الزهاد، أو كانت معجلة قبل تمام الحول، فلا يكره نقلها. ولو نقلها لغير هذه الأحوال جاز؛ لأن المصرف مطلق الفقراء(فقه الاسلامي وادلته – مصارف الزکاة ) .

بخصوص نقل الزكاة وإخراجها من محل الوجوب:
الأصل أن توزع الزكاة في محل وجود المال، الذي وجبت فيه الزكاة. ولكن لا مانع من نقلها إلى مناطق  أشد حاجة، أو مناطق المجاعات والكوارث التي تصيب بعض المسلمين في العالم،‏ أو إلى أقرباء المزكي المستحقين (قرارات المجلس الإسلامي للإفتاء) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟