وښتنه: تاسوته معلومه په ځینو ځایو کی زیات داسی کارونه شته چی د زیاتو خلګو له لوري په ډلیزه توګه ترسره کیږی له یوې خوا امکان لري ځینې له دغو کارونو زیاته ګناه هم ولري خو د خلګو په مینځ کې عادي شوي او کناه هم نه ورته وایي لکه د کورنیو حیوانات زرکه ، سپی ، کرک ، چرګ او داسې نور د خلګو لخوا په کورنو کې ساتل کیږي او جنګول کیږي. پوښتنه مې داده چې دا څه حکم لري یعنې جنګول یې چې په ځینو حالاتو کې ورباندې پیسې هم اږدي یعنې که دی زرک مات شو نو ماته به دونه روپۍ راکوې. که په تفصیل سره ځواب راته راکړئ ځکه چی غواړم چی د دی کار په ضدکلکه ملا وتړم خو مخکی زه باید مکمل معلومات په
دی هکله ولرم.
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د اسلام مقدس دين پر حيواناتو باندې د رحم کولو ډير تينګار کړی ، پر حيواناتو باندې رحم کول الله (جَل جلا له) ته خوښ عمل دی .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي «بَيْنَا رَجُلٌ يَمْشِي فَاشْتَدَّ عَلَيْهِ الْعَطَشُ فَنَزَلَ بِئْرًا فَشَرِبَ مِنْهَا، ثُمَّ خَرَجَ فَإِذَا هُوَ بِكَلْبٍ يَلْهَثُ يَأْكُلُ الثَّرَى مِنَ الْعَطَشِ، فَقَالَ: لَقَدْ بَلَغَ هَذَا مِثْلُ الَّذِي بَلَغَ بِي، فَمَلأَ خُفَّهُ، ثُمَّ أَمْسَكَهُ بِفِيهِ، ثُمَّ رَقِيَ، فَسَقَى الْكَلْبَ، فَشَكَرَ اللَّهُ لَهُ، فَغَفَرَ لَهُ» قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ وَإِنَّ لَنَا فِي الْبَهَائِمِ أَجْرًا؟ قَالَ: «فِي كُلِّ كَبِدٍ رَطْبَةٍ أَجْرٌ»([1]).
ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : يو ورځ يو کس ميزل کولو او هغه ( د ميزل په وخت کې ) سخت تږی شو ، يوې کوهي ته ورکښته شو او له هغه څخه يې اوبه وڅښلې او بهر شو ، نا ببره يې يو سپی وليد چې د سختې تندې له امله يې خپله ژبه ايستلي ده او خاورې خوري . ( له ځانه سره يې ) وويل : دا سپی هم داسې تږی دی لکه زه چې تږی وم . ( دوباره چاه ته ور کښته شو ) ، خپله موزه يې له اوبو ډکه کړه هغه يې په خوله کې و نيوه او له چاه څخه پورته شو او سپي ته يې اوبه ورکړي .
الله (جل جلا له) له هغه څخه راضي شو او د هغه ګناهونه يې و بخښل . صحابوو وويل : ای رسول الله ! الله (جل جلا له ) مونږ ته د حيواناتو سره د نيکی په کولو سره هم اجر را کوي ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل : ( د هر ذی روح سره نيکي کول ثواب لري) .
د حيواناتو جنګول :
اسلامې شريعت پر حيواناتو باندې ظلم کول ، د هغه په جنګ اچول او د هغه نښه او هدف ګرځول حرام کړي دي .
فقه السُنه ليکي : جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د حيواناتو جنګول يو بل ته د هغوی تحريکول منع کړي دي ، د ابن عباس رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د حيواناتو يو بل ته تحريکول او د هغه جنګول داسې منع کړی دي لکه د حيواناتو په نښه کول يې چې منع او حرام کړی دي .
رسول اللَّه صلَّى اللَّه عليْه وسلَّم فرمايلي: «عُذِّبَتْ امْرَأَةٌ فِي هِرَّةٍ سَجَنَتْهَا حَتَّى مَاتَتْ فَدَخَلَتْ فِيهَا النَّارَ لا هِيَ أَطْعَمَتْهَا وَسَقَتْهَا إِذْ حَبَسَتْهَا وَلا هِيَ تَرَكَتْهَا تَأْكُلُ مِنْ خَشَاشِ الأَرْضِ »([2]).
يعنې : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايی : يوې ښځې پشی بندي کړي وه چې نه يې هغه ته د خوراک شی ورکول او نه د څښاک او نه يې خوشي کوله چې د ځمکې له ورشو څخه څه و خوري ، هغه پشی بلاخره له لوږې څخه مړه شوه ، (ددې ظلم په وجه ) هغه ښځه دوزخ ته لاړه .
عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ الله عَنْهُمَا: أنَّهُ مَرّ بِنَفَرٍ نَصَبُوا دَجَاجَةً يَرْمُونَهَا. فَلَمَّا رَأَوْهُ تَفَرَّقُوا عَنْهَا، فَقَالَ ابْنُ عُمَرَ: مَنْ فَعَلَ هَذَا؟ إِنَّ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم لَعَنَ مَنْ فَعَلَ هَذَا ([3] ).
ژباړه : له ابن عمر رضی الله عنهما نه روايت دی چې هغه د يوې ډلې څخه تيردلو چې
هغوی چرګ هدف او نښه کړی وو او د هغه په طرف يې غیشي ويشتل ، کله چې هغوی ابن عمر وليد تيت شول . ابن عمر وويل : دا کار چا تر سره کړی دی ؟ څوک چې دا کار وکړي رسول الله صلی الله عليه وسلم په هغوی باندې لعنت ويلی دی .
لعنت د سختو ګناهونو د پاره استعمال شوی دی مطلب يې دا دی چې څوک له دغه ګناه څخه توبه و نه باسي رسول الله صلی الله عليه وسلم هغوی ته ښیرا کړی ده چې د الله جل جلا له د رحمت څخه دې لرې وي .
د حيواناتو په نښه کول او جنګول حرام او ظالمانه عمل دی .
د حيواناتو جنګولو په لوبو کې د شرط او پيسو ايښودل قمار دی :
قمار : هر هغه معامله که په بازۍ لګولو، شرط لګولو يا دبخت او اتفاق پر بنا وي چه ګټه او تاوان يې مبهم او نامعلوم وي هغی ته قمار او مَيْسِر وائی .
په هره لوبه کې چې شرط لګول وي قمار دی ، د حيوان جنګولو په ظالمانه لوبه کې شرط لګول قمار دی .
کل شیء من القمار فهو من المَيسِر حتی لعب الصبيان بالجو ([4] ).
يعنی: هر هغه څيز چې په قمار کې داخل وي د مَيسِر په حکم کې داخل دی تر دې چې د ماشومانو په غوزانو يا چهارمغزو وغيره باندی د ګټلو بيللو لوبې کوي هغه هم قمار يا جواری ده .
قمار عظيمه ګناه ده چې په قرآنکريم کې د شيطان عمل ښودل شوی دی
او دغه جرم د بت پرستی سره برابر ذکر شوی دی :
قوله تعالی :[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوآ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالاَنصَابُ وَالاَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ]([5]) .
ژباړه: ای مؤمنانو! يقيناً چه شراب او قمار او بتان اوغشي ( د فال ، دا څلور واړه ټول ) پليت دي له کاره د شيطان څخه دي نو ځان وساتئ تاسی له دې څخه لپاره ددی چه نجات ومومئ.
د حيواناتو جنګول د کافر قوم ميراث دی :
دا ظالمانه عمل چې بې خولی او ژبې حيوانات يو د بل په مقابل کې تحريک او جنګوي ، دغه حيوانات په سرو وينو ککړ ، زخمې بدن څخه دوی خوند اخلي د کافر قوم ميراث دی چې وروسته د دين څخه نا خبره مسلمانانو کې رواج شوی دی .
نن ډير د افسوس ځای دی چې په دې ظالمانه عمل باندې ځنې مسلمانان ګرفتار دي ، هغوی ته بيا په سلګونو او زرګونو مسلمانان ولاړ وي او د دغه ظالمانه شيطاني عمل سيل کوي .
ای افسوس !!!
په دې ګناه سيل کوونکي هم شامل دي :
ځکه چې دوی پر دغه ظالمانه عمل باندې راضی او خوښ دي نو ځکه په دې شيطاني عمل کې ټول له يوه سره شامل دي ، په دليل د لاندې حديث شريف :
« إِذَا عُمِلَتِ الْخَطِيئَةُ فِي الْأَرْضِ كَانَ مَنْ شَهِدَهَا فَكَرِهَهَا ، وَقَالَ : مَرَّةً أَنْكَرَهَا كَانَ كَمَنْ غَابَ عَنْهَا وَمَنْ غَابَ عَنْهَا فَرَضِيَهَا كَانَ كَمَنْ شَهِدَهَا » ([6]).
ژباړه: کله چې په یوه ځمکه کې ګناه وکړ شي نو چه کوم خلک هلته موجود وي او په ګناه خفه شي دوی د هغه خلکو په شان دی چه هلته موجود نه وي ( يعنی د دوی څخه د دغه ګناه په اړه پوښتنه نه کيږي ) او چې کوم خلک په دغه ځمکه کې نه وي او پدې ګناه راضي وي نو هغوی د هغې خلکو په شان دي کوم چه دغه ځای کې اوسي (دوی په هغه کناه کې شريک وي ) .
و الله سبحانه و تعالی اعلم