د حمل د مخنيوي د پاره د پوقانې استعمال څنګه دی ؟

محترم اسلامی لار شود کار کونکو ته اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته زما پوشتنه دا وه ده چا اولاد گوچنی یی او نه غواری اولاد وشی غوری پوقانی استعمالوی جواز شته حکم سه ده

مصطفی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

رحم ته د مني د داخليدو مخنوی کول که د پوکانې په وسيله وي يا کومه بله وسيله په عام ډول دې ته عزل ويلای شو چې د حکم په اړه يې د فقهاؤ بېلابېل نظريات دي .

ځنې فقهاء کرام يې د ښځې د اجازې په صورت کې جايز بولي ځکه په اولاد کې د ښځې هم حق دی .

جاء فی الموسوعة الفقهية :

قول أبي حنيفة إلاّ برضا سيّدها لأنّ الحقّ له في الولد . وقال صاحبا أبي حنيفة : الحقّ في الإذن لها خاصّةً ; لأنّ الوطء حقّها إذ تثبت لها المطالبة به ، وفي العزل تنقيص حقّها فيشترط رضاها كالحرّة . وقال المالكيّة : ليس للزّوج أن يعزل عن زوجته الأمة إلاّ بإذن السّيّد وإذنها ، لأنّ العزل ينقص الاستمتاع .

للزّوجة حقّ في الوطء والاستمتاع ولذلك لا يجوز للزّوج أن يعزل عن الحرّة إلاّ بإذنها .

نور تفصيل دلته وګورئ https://dawat610.com/archives/319

مګر دا چې په دايمي ډول رحم ته د مني د داخليدو مخ ونيول شي په دې اړه ما ته علم نشته په دې باره کې مو شرعي دليل پيدا نشوای کړای .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.