د حمزة بن عبدالمطلب رضی الله عنه مسلمانیدل

په دې توره تیاره ماښام کې چې د ظلم او تیري وریځې هرې خوا ته خپرې وې یوې بریښنا پړک وکړ او د بې وسو او ناتوانو خلکو تیاره لیار یې روښانه کړه ، دا روڼ سهار د عبدالمطلب د زوي حمزة رضي الله عنه مسلمانیدل وو نومړي د نبوت په شپږم کال په اخرنۍ برخه کې غالبا د ذوالحجې میاشت کې مسلمان شو.

د مسلمانیدو کیسه یې داسې وه چې ابوجهل یوه ورځ د رسول الله صلي الله علیه وسلم خوا ته هغه وخت ورغي چې نبي صلي الله علیه وسلم د صفا غونډۍ سره ناست وو ویې ربړولو او ټیل را ټیل یې واهه نبي صلي الله علیه وسلم هر څه وزغمل هیڅ ځواب یې ورنه کړ بیا یې په سر په ډبره وواهه ، مبارک سر یې زخمی او وینې ترې روانې شوې، بیا ابوجهل د قریشو غونډې ته چې د کعبې تر څنګ ناست وو ورغي.

د عبد الله بن جدعان یوې ونځې چې د صفا غونډۍ د پاسه له خپل کور څخه دا ژړوونکې صحنه لیدلې وه کله چې حمزه له ښکار څخه چې د ښکار لینده یې په لاس کې وه راغي ، نو وینځې ورته د ابوجهل د ظلم او تیري کیسه وکړه ،حمزه چې د قریشو تر ټولو زړور پیاوړي او قوي ځوان وو د خپل وراره له وهلو خورا په قهر او ملا یې وتړله چې همدا اوس پورته او په ابو جهل برید وکړي ،همغه وو چې منډه یې واخیسته او جومات ته ولاړ او د ابوجهل دسر سره ودرید او ورته یې وویل : اي  ډارنه ته یې چې زما وراره ته بد رد وایې او له دې خبر نه یې چې ما یې دین منلي دي ؟ او بیا یې پرې د لیندۍ وار وکړ او ډیر بد یې زخمی کړ هغه و چې د بنې مخزوم ځینو ځوانانو غږ کړ چې الۍ ابوجهل یې وواهه او د بني هاشمو ځینو ځوانانو غږ کړ چې الۍ دحمزة ملاتړ وکړي همدا زور او زوږ وو چې ابوجهل وویل چې ابوعماره پریږدئ باک یې نه شته ځکه ما یې وراره ډیر کنځلي وو.

دحضرت حمزة رضي الله عنه د اسلام منلو دعوه لومړي ځل له دې کبله وه چې د خپل وراره سپکاوۍ یې نه شو زغملاي ، خوبیا یې الله جل جلا له سینه پراخه د اسلام په کړئ یې منګولې ښخې او مسلمانان پرې خورا زیات پیاوړي شول .

…………………………………………………………………………………………………………………………………………

📌که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛👇

https://dawatnews.com/submit-article/

📌شرعی پوښتنه:

که کومه شرعي پوښتنه لری دمهربانۍ له مخې لاندې فورم ډک کړئ او خپله پوښتنه مو په انلاین بڼه مونږ سره ثبت کړئ. 👇

https://shorter.me/75WZr

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.